د لاسرسي ځای

تازه خبر

 د شمالي وزیرستان عیسویان او هندوان کډوال ستنېدل غواړي


له شمالي وزیرستانه بې کوره کړل شوي عیسویان او هندوان وايي، حکومت دې له نور ولس سره دوی هم خپلو کلیو کورونو ته واستوي.

په دوی کې ځېنو تېر مازیګر مشال راډيو ته وویل، په بنو کې د اوسېدو سم ځای نه لري. یوې مشرې ښځې وویل، دا ښه ده چې خدای ونې پیدا کړې دي که نه ګرمۍ به یې ژوند نور هم تریخ کړی وو.

د شمالي وزیرستان چارواکي وايي، د بې کوره شویو ستنولو لړۍ یې ګړندۍ کړې ده.

د پاکستان وفاقي حکومت وايي، تر سږني ژمي به ټول بې کوره شوي خپلو کلیو کورونو ته ستانه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG