د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې بریدونو شوي پرمختګونه له خطر سره مخامخ کړي


په افغانستان کې د بیا رغونې لپاره د امریکا عمومي څارونکی جان سوپکو وايي، د وسله والو بریدونو زیاتېدو په هغه هېواد کې شوی پرمختګ له خطر سره مخامخ کړی دی.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ رویټرز اژانس ته وویل، هېواد یې په افغانستان کې په اربونه ډالره لګولي دي خو په ځېنو سیمو کې د امنیت خرابوالي دا پرمختګ ګواښلی دی.

سوپکو وویل، په یوه ډېر کوچني هېواد کې ډېرې زیاتې پیسې لګول شوې دي خو کمه څارنه یې شوې.

ده زیاته کړه، اداري فساد او ناسمه اداره په افغانستان کې د امریکا لګول شویو پیسو ((ضایع کېدو)) لوی وجوهات دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG