د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان د افغانستان امن بهیر کې کردار ادا کول غواړي'


د پاکستان وزیراعظم خارجه امورو مشیر سرتاج عزیز
د پاکستان وزیراعظم خارجه امورو مشیر سرتاج عزیز

د پاکستان وزیراعظم خارجه امورو مشیر سرتاج عزیز وایي، راتلونکې کې به د ترهګرۍ خلاف روان اقدامات لا پسې پیاوړي کړل شي.

د پاکستان په خارجه چارو دفتر کې خبریالانو ته په خپله وینا کې د خارجه امورو مشیر سرتاج عزیز وینا وه چې موجوده حکومت په راتلونکې کې د ترهګرې چیلنج قابو کولو لپاره به اقدامات کوي.

ده وویل چې د ترهګرۍ مخینوي لپاره ضروري ده چې د پاکستان او افغانستان ترمېنځ د پولو انتظام په صحیح توګه وکړل شي ځکه چې له دې پرته په پاکستان کې بشپړ امن نه شي راتلای.

''اول خو دا چې موږ د ترهګرۍ او سختدریځۍ مخنیوي لپاره کومې کامیابیانې ترلاسه کړې دې چې هغه موږ هم نورې مضبوطې کړو او مخ په وړاندې یې بوځو او دې لپاره په قومي ایکشن پلان کې به تېزي راوستل کېږي، تاسو ته که یاد وي چې په کراچې کې کال ۲۰۱۲ کې اپرېشن شوی وو او بیا له هغه پس کال ۲۰۱۴ کې اپرېشن ضرب عضب شروع شو او کال ۲۰۱۵ کې قومي اېکشن پلان جوړ شو نو زموږ د ټولو کوششونو ښه نتیجه راووته او د ترهګرۍ پېښو کې له تېرو پنځلسو میاشتو راهیسي شپیته فیصده کموالی راغلی دی.''

د موجوده حکومت درې کلنې خارجه پالیسۍ په اړه په د خارجه چارو مشیر وینا وه چې چین، امریکا، افغانستان، روس او منځنۍ ایشیایې ملکونو سره ښه تعلقات ساتل د خارجه پالیسۍ مهمه نقطه ده.

ده زیاته کړه چې پاکستان افغانستان پشمول له ټولو ګاونډيو ملکونو سره پرامنه تعلقات غواړي خو د طالبانو پخواني مشر ملا اختر منصور له وژلو پس خبرې د ځنډ ښکار شوې دي.

د ده په وینا چې پاکستان د افغانستان امن عمل کې خپل کردار لوبول غواړي.

''زموږ بنیادي خبره دا ده چې له پنځلس کلونو راهیسې افغانستان، امریکا او اتحادیانو یې کوښښ کولو چې پوځي لار دې کامیابه شي او یو لاک دېرش زره اتحادي ځواکونو دا کار کولو خو کامیابي ترلاسه نه شوه نو اوس د دې متبادل مزاکرات دي خو هغه په یو څو ورځو یا هفتو کې نه شي کېدلای، د هغوی لپاره وخت او کوښښونه د څلور واړو ملکونو لخوا پکار دي نو موږ په دې لار خپله پالیسي مخ په وړاندې بوځو او هیله ده چې افغانستان به هم له موږ سره اتفاق کوي چې دا عمل مخ په وړاندې بوتلل پکار دي.''

ده دا هم وویل چې د امریکا چارواکو سره به په بلوچستان کې شوي ډرون برید په اړه خبرې اترې کوي او دا خبره به ورسره هم شریکوي چې له دې ډرون بریده د افغانستان امن عمل ته نقصان رسېدلی دی.

د خارجه امورو مشیر سرتاج عزیز وینا وه چې د پاکستان خارجه پالیسي له ټولو ملکونو سره تجارتي او اقتصادي تعلقاتو ته په وده ورکولو جوړه شوې.

ده وویل، په تېرو درو کالو کې يې کوم مهمې کامیابیانې ترلاسه کړې دې نو په هغې کې د ټولو مهم څیز د پاکستان او چین ترمېنځ د اقتصادي راهدارې پروژه ده.

''دا پروژه د تېر کال په اپریل میاشت کې شروع شوه چې پکې د شپږ څلویښت بیلیون ډالرو سرمایه کاري ده، په دې کې توانایې، بنیادي ډانچه او د ګوادر بندر لپاره سرمایه کاري ده. دا یو ډېره اهم کامیابي ده ځکه چې د دې له وجې زموږ اقتصادي ودې لپاره به یو مضبوط بنیاد جوړ شي. او څنګه چې تاسو ته معلومه ده چین له اوسه زموږ تر ټولو لوی تجارتي شراکتدار جوړ شو، زموږ دوه اړخیز تجارت له چین سره نولس بیلیون ډالر ته ورسېدو.''

د خارجه چارو مشیر خبریالانو ته په خپله وینا کې زیاته کړه چې پاکستان له هند سره د مزاکراتو عمل جاري ساتل غواړی.

ده دا هم وویل چې په جنوبي ایشیا کې د طاقت توازن برقرار ساتلو فېصله به پاکستان کوي.

XS
SM
MD
LG