د لاسرسي ځای

تازه خبر

 د پوهنې له بهیر سره د پکتیکاوالو مرستې ډېرې شوې دي


د یاد ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې یادې ادارې سره د خلکو لخواترسره شوې مرستې د ښوونځیو لپاره د ځمکو د اخیستو، د ښوونځیو د ترمیم، په ښوونځیو کې د جوماتونو د جوړولو او ښوونځیو ته د میزونو او چوکیو د رانیولو په برخه کې شوي دي.

دوی مرکزي حکومت او اړوند وزارت هم یاد ولایت سره د مور او میرې په چلند تورنوي او وايي یاد ولایت ته د نورو ولایتونو په شان سهمیه او ونډه نده ورکړل شوې.

د پکتیکا د پوهنې رييس کوچی ځاځی مشال راډیو وايي، چې اوسمهال خلکو ته د پوهنې ارزښت مالوم شوی او تر بل هر وخت د پوهنې له بهیر سره په مرکز او ولسوالیو کې د سیمه والو مرسته ډېره شوې ده.

دی زیاتوي د پکتیکا په مرکز او ولسوالیو کې د نږدې شپاړس میلیونه افغانیو په ارزښت د شخصي ځمکو وقف کول، د ښوونځیو ترمیم، په ښوونځیو کې د جوماتونو ابادول او ښوونځیو ته د میزونو او چوکیو رانیول د بلې هرې سیمې په پرتله د پوهنې د بهیر سره د پکتیکاوالو مینه او لیوالتیا په ډاګه کوي.

دی وايي سږ کال به د نجونو یو شمېر ښوونځي د دولسمو ټولګیو فارغانې ورکړي چې دا په پکتیکا کې د یو ارزښتمن ښوونیز او فرهنګي بدلون پیل ګڼل کیږي.

کوچی ځاځی مرکزي حکومت او مربوط وزارت دوی سره په توپیري چلند تورنوي او وايي، که د ځنو نورو ولایتونو په شان پکتیکا ته هم پاملرنه شوې وای، ښايي پدې برخه کې ډېر پرمختګ رامنځته شوی وای.

کوچی ځاځی زیاتوي:

((مختلف بخشونه لري، چې هغه دځمکو وقف هم ده، په ښوونځیو کې ترمیم هم کړی ده، مسجدونه هم په کې جوړ شوي دي، او له دې سره په څنګ کې د فرنېچر مرسته هم شوې ده، چې تعداد یې پنځه لس میلیونه، اته سوه لکه اتیازر یوسل او لسو ته رسېږي.))

د پوهني ریيس زیاتوي، له زده کړو سره د خلکو د مینې زیاتېدل، عامه پوهاوی او لدې بهیره د قومي مشرانو ملاتړ د ولسي مرستو په راټولو کې مهم رول لري.

نوموړي د پوهني پر وزارت هم غږ وکړ، چې په مالي برخه کې د پکتیکا له معارف سره دوه ګونی چلند پای ته ورسوي:

((له مرکزي حکومت نه مو غوښتنه دا ده چې مونږ ته د ښوونځیو د تعمیراتو په رغولو او جوړولو کې راسره مرسته وکړي، د ترمیماتو لپاره کافي اندازه بودجه مونږ ته راولېږي او پکتیکا ته داسي نظر وکړي له څنګه چې نورو ولایتونو ته ځانګړي پاملرنه لري.))

که له یوې خوا د پکتیکا له ۳۷۱ ښوونځیو ۳۳ یې د نا امنیو له امله تړلي دي، له بلې خوا ولسونو د تېر پرخلاف د پوهني له بهیر سره ولسي مرستي ډېرې کړي دي.

د پوهني ریاست د چارواکو په خبره ناامنۍ او د اویا سلنه ښوونځیو د ودانیو نشتوالی د پوهني د روان بهیر پر وړاندې له اساسي خنډونو څخه حسابیږي.

XS
SM
MD
LG