د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: په روژه کې ګرمي نوره سېوا شوې ده


د پاکستان موسمياتو محکمه وايي، سيند صوبه کې په خصوصي توګه ګرمي په زياتېدو ده او د تودوښې تر ټولو لوړه درجه د يادې صوبې په جېکب اباد ښار کې ۵۱ ريکارډ کړل شوې ده. له دې سره سره د بارانونو لړۍ هم څو ورځې پس شروع کېدونکې ده چې د چارواکو په خبره تر بارانونو وړاندې ګرمي زياتېږي.

د موسمياتو محکمې مشر چارواکي محمدحنيف په وینا، په ملک کې دا وخت د ګرمۍ لړۍ روانه ده خو د خېبر پښتونخوا او پنجاب پشمول يو شمېر سيمو کې د باران امکان دی. له دې علاوه د کراچۍ پشمول په سيند صوبه کې دا وخت سخته ګرمي ده او په جېکب اباد کې د تودوښې لوړه درجه تر پنځوست ډګري سينټي ګرېډه اوښتې ده او د ګرمۍ دا لړۍ به څو ورځې نوره هم روانه وي.

''دا اوس چې سخته ګرمي ده دې ته د پشکال تر موسمي بارانونووړاندې ګرمي ويل کېږي، د دې مطلب دا دی چې د موسمي بارانونو تر پیلېدو مخکې په هوا کې نمي زياته شي چې ورسره د ګرمي لړۍ هم زياته شي، د مې مياشتې په مقابله کې اوس په هوا کې نمي زياته ده چې له وجې يې تودې څپې هم زياتې شوې دي.''

نوموړی زياتوي چې د تودو څپو دا لړۍ به دوه ورځې نورې هم روانې وي چې له کبله به يې د سيند او پنجاب برنۍ سيمو کې ګرمي نوره هم زياته وي، خو د خېبر پښتونخوا او قبایلي سيمو موسم به د دې سيمو په مقابله کې ډېر تود نه وي.

''له تېرو درو ورځو راهیسې سوېلي پنجاب، د سيند او بلوچستان برنۍ سيمې دې تودو څپو په نخښه کړې دي د کوم له کبله چې به دوه ورځې د ملک په برنۍ سيمې او يوه ورځ په مېداني سيمو کې هم دا رنګ ګرمي روانه وي.''

د روژې مياشتې له پیلېدو سره سم په ټول ملک کې د ګرمي لړۍ يو وارې بيا پېل شوې خو څوورځې د کراچۍ موسم د نور ملک په نسبت تر څه حده يخ وو. د موسمياتو محکمه وايي چې تودې څپې به يو وارې بيا ښار ته مخه کوي چې وروستو يې د باران ورېدو امکان هم څرګند کړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG