د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د ملي پیوستون پروګرام نوې وداني پرانیستل شوه


یاده وداني چې پنځلس اداري خونې، د غونډو تالار او نور لازم ملحقات لري، ودانیز کارونه يې په دوو کالونو کې بشپړ شوي دي.

د خوست د اداري کمپلیکس په محوطه کې د ملي پیوستون د پروګرام لپاره د نوې دوه پوړیزې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې د ملي پیوستون سیمه ییز مسوول اسدالله سلیمي مشال راډیو ته وویل، چې د دوی ادارې پخوا د ښار په کرایي ودانیو کې فعالیت لاره.

د ده په خبره هر کال به يې د تدارکاتو د قانون سره سم د ودانۍ نوی قراردار کاوه او د کوچ کشۍ پر مهال به يې نه یوازې یوه اندازه فرنیچر له منځه تلل بلکې پدې سره به يې ډېر وخت ضایع کېده.

اسدالله سلیمي وايي، چې د نوې ودانۍ په جوړولو سره يې ډیری ستونزې هوارې شوي او تر دې وروسته يې هغه د کرایې یوه اندازه پيسې هم دولتي بودجې ته سپما کیږي.

اسدالله سلیمي زیاتوي:

((موږه په ښار کې په یو کرايي کور کې اوسیدو، له یو تعمیر نه بل تعمیر ته به زموږ ډېر فرنیچر ضایع کیده، د بلې خوا مو وخت ضایع کېده، یو داسې اساسي تعمیر موږ نه لاره، چې زموږ ټول مشکلات په کې حل شوي وای، خوشبختانه موږ اوس د یو داسې تعمیر څښتن یو، چې ټول ضرورتونه مو په کې رفع دي، همدارنګه موږ یوه اندازه کرایه چې ورکوله هغه مو هم د دولت بودجې ته سپما کړه.))

خوست والي حکم خان حبیبي د دې ودانۍ د کارونو د لګښت، کیفیت او څرنګوالي په تړاو داسې وویل:

((موږه د ملي پیوستون د دفتر لپاره د اداري تعمیر چې یوه مهمه پروژه ده او په دوه پوړونو کې جوړه شوې ده ګټې اخیستنې ته وسپارله، دا پروژه په ۱۲ عشاریه ۷ میلونه افغانۍ په لګښت چې چارې يې د خواشا یو نیم کال په موده کې تکمیلې شوي سرته ورسیده، د دې پروژې نه په ګټې اخیستنې او تکمیل سره به د ادارې په چارو کې لا سمښت او سمون راشي.))

خوست والي وړاندې وویل، چې دا زموږ د کلیوالي پراختیايي شوراګانو هغه ځای دی چې خلک ورسره همیشه سروکار لري، پراختیايي شوراګانې د هېواد په بیارغونه کې اساسي رول لري.

بلخوا د خوست قومي مشران هم د حکومتي او غیرحکومتي ادارو لپاره د اساسي ودانیو شتون ګټور بولي.

قومي مشر محمدعلي ځدراڼ وايي، چې دا وداني د مامورینو سربېره د مراجعینو لپاره ډېره په سهولت کې ده:

((ځانته وداني د دولتي مامورینو، مراجعینو او خلکو لپاره یو ډېر لوی سهولت دی، ځکه چې کله دولتي تعمیر او په کې میز، چوکي او فرنیچر موجود وي پدې سره کارونه ښه پرمخ ځي، همداشان مراجعین نه سرګردانیږي او کارونه يې په اسانۍ سره حلیږي او ټولو شعباتو ته رسیده ګي کولای شي.))

د یادونې وړ ده د خوست چارواکي وايي، چې په تېرو دوولسو کالونو کې د یاد ولایت په ۱۱۲۴ کلیو کې د ملي پیوستون برنامه پلې شوي او پدې کلیو کې ۲۵۲۷ پروژې بشپړې شوي، چې دوه میلیارده، دوه سوه نهه دېرس میلیونه افغانۍ پرې لګښت شوی او ۲۰۸۵۶۴ کورنۍ ورڅخه مستفیدې شوي دي.

ملي پیوستون پروګرام د ټول هېواد په کچه د راتلونکې میزان په میاشت کې پای ته رسیږي او تمه کیږي، چې د یادې برنامې پر ځای به په افغانستان کې د میثاق شهروندي یا ولسي تړون به نوم یوه بله اوږد مهاله ملي برنامه پیل شي.

XS
SM
MD
LG