د لاسرسي ځای

'د شناختي کارډونو تصديق دې په ۶ میاشتو کې وکړل شي'


ادعا کېږي چې د طالبانو مشر ملا اختر منصور هم د پاکستان شناختي کارډ درلود

ادعا کېږي چې د طالبانو مشر ملا اختر منصور هم د پاکستان شناختي کارډ درلود

د داخله چارو وزير چودري نثار علي خان ویليدی چې په ملک کې د شناختي کارډونو د تصديق لپاره پیلېدونکی مهم دې پر خپل ټاکلي وخت کې سر ته ورسول شي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت وايي، د شورو په ورځ د داخله وزير چودري نثار علي خان په مشرۍ په اسلام آباد کې یوه غونډه وشوه په دغه مهال داخله وزير د نادرا چیېرمېن ته هدایات جاري کړل چې د شناختي کارډونو د تصديق کار دې په شپږو میاشتو کې مکمل کړي او که د نادرا یو اهلکار په جعلي شناختي کارډونو جوړولو کې ککړ وي نو پرضد دې یې سخت ګامونه پورته کړل شي.

د کورنیو چارو وزارت په وینا چې د نادرا چيېرمېن د شناختي كارډونو تصديق په اړه د ولس خبرولو په لړ كې د نادرا لخوا د جوړ خاص مېډيا كمپاین په حقله وفاقي وزير ته بريفنګ وركړ. پر دغه مهال د وفاقي وزير وینا وه چې د قامي سلامتيا دا مهم مقصد يوازې هغه وخت ترلاسه كېدلای شي چې د شناختي كارډنو د تصديق عمل كاميابۍ سره سر ته رسولو ورستو د نادرا له ډېټابېسه نیمګړتیاوې لیرې كړل شي.

حکومت ته څه کول پکار ده چې په هېواد کې مېشت بهرنیان یې شناختي کارډ ترلاسه نه کړي؟ نو په ځواب کې له مشال راډېو سره د دفاعي چارو کارپوه پروفېسر حسن عسکري وویل، له هر هغې سیمې چې په ناقانونه توګه د پاکستانيو اسناد جوړولو شکایتونه ترلاسه کېږي نو حکومت ته پکار ده چې د هغه ځای د خلکو شناختي کارډونه دې تصديق کړي.

د نوموړي په وینا، مسله دا ده چې د نادرا اهلکاران رشوت اخلي او خلکو ته شناختي کارډونه جوړوي او حکومت اوس فیصله کړې چې په هېواد کې به د خلکو شناختي کارډونو تصديقوي، که حکومت د نادرا اهلکارانو مخه ونيسي نو بیا ممکنه نه ده چې څوک په غېر قانوني توګه اسناد جوړ کړي.

د مې میاشتې په ۲۱نېټه چې په بلوچستان کې د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور په ډرون حمله کې وژل شو، نو د پېښې له ځایه د نوموړي پاکستانی شناختي کارډ او پاسپورټ ترلاسه شو، له هغه ورستو د کورنیو چارو وزير چودري نثار د مې په ۲۵مه نېټه د نادرا محکمې چارواکو ته د یوې کړنلارې جوړولو هدایات جاري کړ، چې په هېواد کې د پاکستان شناختي کارډ لرونکيو بهرنیانو معلومولو لپاره دې په ټول ملک کې د خلکو شناختي کارډونه بیا تصديق کړل شي. .

د مې په ۲۸ نېټه چودري نثار علي خان ویلي ول چې غیر قانوني اسناد لرونکي خلک دې خپل اسناد په دوه میاشتو کې حکومت ته وسپاري او تر دوه میاشتو وروسته که څوک هم ونيول شول نو د اووه کالو قيد سزا به ورکول کېږي.

یاده دې وي چې موجوده حکومت په اقتدار کې د راتللو ورستو تر دې دمه يې د دوهلکو نه زیات شناختي کارډونه منسوخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG