د لاسرسي ځای

نریندرا مودي د چارشنبې په ورځ د کانګرس غړیو ته دا هم وویل چې د دواړو هېوادو تر منځ د پیاوړي دفاعي او اقتصادي اړیکو اړتیا شته.

« د هند او امریکا پیاوړی شراکت له اسیا تر افریقا او د هند له سمندره تر ارام سمندر پورې سولې، سوکالۍ او ثبات ته لاره هواروي»

نریندرا مودي په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره تر لیدو یوه ورځ وروسته کانګرس ته وینا وکړه.

یو شمېر جګپوړیو امریکایي چارواکو ویلي چې د دواړو هېوادو تر منځ د لوژیستیکي پوځي شراکت په برخه کې تړون چمتو شوی دی او ډېر ژر به لاسلیک شي.

سپینې ماڼۍ هم ویلي دي چې د امریکا او هند تر منځ د امنیتي همکارۍ او همغږۍ په برخه کې مهم پرمختګونه شوي دي.

بلخوا د هند وزيراعظم ټینګار وکړچې له افغانستان سره به همکاري جاري ساتي د امریکا کانګرس ته په خپله وينا کې ده وویل چې امریکا او هند د افغانستان د سولې او ارامي لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي.: « د یوه سوله ییز، باثباته او بریالي افغانستان په خاطر زموږ ژمنه، زموږ ګډ هدف دی»

ښاغلي موديپه خپله وینا کې په افغانستان کې د هند مرستو ته اشاره وکړه او په ځانګړي ډول یې د سلما بند او د افغانستان د ملي شورا ودانۍ یاده کړه چې د هند په مرسته جوړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG