د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیشن چارواکو په هلمند ولایتکې په جګړه کې د عامو خلکو زیانونو د زیاتیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
په هلمند کې د دې ادارې مشر احمد بلال صدیقي د سېشنبې په ورځ د جرمني خبري اژآنس ته وویل چې د روان کال له پیل راهیسې ملکي تلفات ۴۵ فیصده زیات شوي دي.
د صدیقي په وینا، د روان کال د پیل په دوو میاشتو کې ۲۱ عام وګړي وژل شوي او لږ تر لږه ۳۰۰ زخمیان شوي دي.