د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مومندو کې یو خاصد دار ووژل شو


په کوزو مومندو ایجنسۍ کې د خاصه دار ځواک یو اهلکار وژل شوی دی.

په سیمه کې پولیټیکل چارواکو نن مشال راډیو ته وویل چې بېګا د میچنۍ کادو کورونو اوسېدونکی او د خاصه دار فورس صوبېدار نوید خان وسله والو وژلی دی.

د پېښې زمه واري تحریک طالبان پاکستان جماعت الحرار ډلې منلې ده.

بلخوا د مومندو ایجنسۍ چارواکي وایي، د امن لښکر د یو غړي په ګاډي حمله شوې چې پکې دوه تنه وژل شوي او یو زخمي شوی دی.

د مومندو ایجنسۍ یو پولیټکل چارواکي د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د سېشنبې په ورځد ساپو تحصیل په زیارت کلي کې هغه مهال وشوه چې د امن لښکر مشر ملک ایاز له خپلو ساتونکو سره پر لار روان و .

د پېښي زمه واري تحریک طالبان پاکستان جماعت الحرار ډلې منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG