د لاسرسي ځای

پکتیکا کې ډرون برید د حقانې شبکې کوټې شورا غړی وواژه


د حقاني شبکې بنسټښود جلال الدین حقاني

د حقاني شبکې بنسټښود جلال الدین حقاني

افغان امنیتي چارواکي وايي، په پکتيکا ولايت کې ډرون برید د حقاني شبکې د اکمالاتو مسول او کوټې شورا یو غړی وژلی دی.

د سوېل ختيځ امنيه قومندان پاسوال اسدالله شېرزاد مشال راډيو ته وويل چې د سراج الدين خادمي په نامه د حقاني شبکې پر غړي دغه برید بېګا شپه شاوخوا څلور بجې دارګون او سرروضې ولسوالۍ ترمنځ پر لویه لار شوی دی.

نوموړی وايي، په دغه پېښه کې د يادو مهمو کسانو درې ساتونکي هم په نښه شوي او وژل شوي دي.

”ویشتل شوی موټر چې د هلمند لمبر پلېټ یې لرلو د پاکستان له لوري افغانستان ته داخل شوی و، چې په پکتيکا کې بې پایلټه الوتکې په نښه کړ. دغه ګاډی له وړاندې تر څار لاندې و، چې پکې د حقاني نېټورک د اکمالاتو مسول سراج الدين خادمي او درې تنه یې ساتونکي سپاره ول، له منځه ولاړل. د خادمي په اړه ویل کېږي د کوټې شورا غړی و. “

شېرزاد وویل، په دا وروستيو کې بیا بیا وسلوال طالبان د ځمکې او هوا له لارې په نښه کېږي او ځپل کېږي.

تر دې دمه د وژل شویو کسانو په اړه د وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG