د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني د امریکايي خبریال او افغان ژباړن وژنه وغندله


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امريکا د نېشنل پبلیک راډیو فوټوخبريال او د هغه د ژباړن وژنه په سختو ټکو غندلې ده.

له ارګه نن دوشنبه په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي چې پر ولسي وګړو بریدونه د ټولو اسلامي ارزښتونو او نړیوالو قوانینو سرغړونه ده او په هېڅ صورت سپیناوی نه شي کېدلای.

امریکايی خبریال ډېویډ ګیلکي
امریکايی خبریال ډېویډ ګیلکي

ولسمشر غني همدارنګه ټينګار کړی چې د افغانستان اساسي قانون په چوکاټ کې به د قانون حاکمیت، اسلامي او ډموکراتیکو ارزښتونو د خوندیتوب لپاره ټولې هڅې وکړي.

ډېويډ ګيلکي چې ايوارډ ګټلى عکاس او ويډيو ايډيټر و، له خپل ژباړن ذبيح الله تمنا سره پرون یکشنبه هغه مهال ووژل شو، چې د هلمند ولايت مارجې ولسوالۍ ته نږدې د ملي اردو پر هغې قطعې چې دوى ورسره سفر کاوه، حمله وشوه.

افغان ژباړن ذبیح الله تمنا
افغان ژباړن ذبیح الله تمنا

له ٢٠٠١م کال راهيسې په افغانستان کې شپږويشت خبريالان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG