د لاسرسي ځای

تازه خبر

فلوجه کې یو ډله ییز قبر موندل شوی


عراقي چارواکي وايي حکومتي ځواکونو یې فلوجې ته نږدې، له اسلامي دولت وسله والې ډلې د ښار بیرته نیولو پر مهال، یو ډله ایز قبر موندلی چې پکې د ۴۰۰ و انسانو د بدن پاتېشوني دي.

خبري اژانسونو د ناڅرګندو سرچینو په حواله ویلي چې عراقيو ځواکونو دغه ډله ایز قبر د فلوجې په شمال لویدیځ کې د ( سقلاویا ) په څنډو کې موندلی دی.

د پوځ یو چارواکي د نوم پټ ساتلو په شرط ډي پي ای خبري اژانس ته ویلي، په موندل شوي ډله ایز قبر کې ډیری د هغو عسکرو د بدن غړي دي چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې تښتولي ول.

د انبار صوبې د پولیسو یو ډګروال د فرانسې خبري اژانس ته منلې چې دغه ډله ایزه قبر د ماینونو پاکولو د یو مهم په دوران کې موندل شوی دی. دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اژانس ته ویلي چې ځینې مړي د ولسي خلکو هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG