د لاسرسي ځای

ایران د تره ګرۍ خورولو امریکايي تورونه رد کړل


ایران د امریکا هغه تورونه رد کړي چې ګواکې دوی د ترهګرۍ ملاتړ کوي او په ځواب کې یې ویلي دوی یوازې ”د اشغال شويو ملتونو د قانوني هڅو “ ملاتړ کوي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند حسېن جابري انصاري دغه څرګندونې پرون یکشنبه له هغه یو څو شېبې وروسته وکړې چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې ایران په نړۍ کې د ترهګرۍ تر ټولو لوی ملاتړکونکی هېواد بللی دی.

په راپور کې ویل شوي ایران په سوریه، عراق او بحرین کې د شخړو اور ته لمن وهي. انصاري په ځواب کې پر امریکا تور پورې کړ چې د ده په وینا په عراق، افغانستان، سوریه، لیبیا او یمن کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

نوموړي دا هم وویل چې امریکا د سعودي عرب پروړاندې خپلې سترګې پټې کړي چې په پراخه کچه د ترهګرۍ سیاسي او اقتصادي ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG