په هلمند کې پولیس چارواکي وايي، چې په مارجه ولسوالۍ کې د یکشنبې ورځ د وسلوالو په یوه برید کې یوامریکایی خبریال او د هغه افغان ژباړن وژل شوي دي.
د دغه ولایت پولیس مشر اغا نور کینتوس افغان اسلاميک پرېس ته ویلي امریکایی فوټوخبریال ډېویډ ګیلکي او د هغه ژباړن ذبیح الله تمنا پر مارجه – لښکرګاه لار له لیرې توغول شوي یو توپ ګولې په برید کې ووژل شوو. سرچینو [اې ای پي] ته ویلي چېپه پېښه کې یو افغان سرباز او ډرایور هم وژل شوي دي.
د لښکرګاه ـ مارجې لار په دا ورستیو کې د ټرافیکو پرمخ بیا پرانستل شوې.
ډېویډ ګېلکي یو وتلی پوخ فوټوخبریال و چې د امریکا له نېشنل پبلیک راډیو سره یې کار کاوه.
د برید ذمه واري وسله والو طالبانو منلې ده.