د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن په ګڼو اسلامي هېوادونو کې لومړۍ روژه ده


نن په افغانستان، سعودي عرب او د نړۍ په ګڼو اسلامي هېوادونو کې لومړۍ روژه ده. په پاکستان کې د پخوا په څېر روژه د رویت هلال کمیټۍ اعلان ته منتظره ده او اټکل دی چې سبا سېشنبه به لومړۍ روژه اعلان شي.

د سعودي عربستان دولتي ټېلیویژن بېګا شپه اعلان وکړ چې نوې میاشت لیدل شوې ده. په دې توګه په افغانستان، مالیزیا، یمن، لبنان، قطر، کویت، مصر، متحده عربي اماراتو او د فلسطیني قلمرو په ګډون په ګڼو شمیر اسلامي هېوادونو کې نن روژه پیلېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG