د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان پارلمان استازی شېرولي وردګ بمي چاودنې وواژه


د افغانستان ولسي جرګې غړی شېرولي وردګ د یکشنبې ورځ په کابل کې په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو.

د راپورونو له مخې په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو دې استازی په چاودنه کې له ټپي کیدو وروسته روغتون ته پر لاره سا ورکړې.

ویل کېږي چې په چاودنه کې ۱۱ نور کسان هم ټپیان شوي دي. د ولسي جرګې يوه غړي نذیراحمد احمدزي مشال راډیو ته وویل چې شېرولي وردګ د ماین په چاودنه کې وژل شوی او د هغه زوی او ډریور ټپیان دي. نوموړي پر حکومت غږ وکړ چې د ملت د استازو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG