د لاسرسي ځای

تازه خبر

سواتیانو د خېبر پښتونخوا حکومت مفلوجولو دړکه کړې


په سوات کې د ټېکسونو لګولو ضد بیا بیا ولس احتجاجونه کوي
په سوات کې د ټېکسونو لګولو ضد بیا بیا ولس احتجاجونه کوي

په سوات کې د اتوار ورځ په یوه لویې جرګه د ټولو سیاسي ګوندونو اتحادیې غړیو په ملاکنډ ډیویژن کې د ټېکسونو لګولو حکومتي پرېکړه وغندله.

د سوات سوداګرو ټولنې مشر عبدالرحیم په دې موقع وویل :

که پارلیمنټ زموږ خبره ومنله، ښه خبره ده، که یې و نه منله نو بیا [تور تارکول] زموږ په نصیب کې دي. زه له مشرانو خواست کوم چې په راتلونکې ناسته کې دا خبره بحث کړي چې دغ حکومت ته به موږ هېڅ ډول رعایت نه ورکوو. د ټېلیفون، بجلۍ او ګېس بل به نه ادا کوو او دا حکومت به مفلوج کوو.

د پاکستان حکومت د یوې پخوانۍ پرېکړې او تړون پر اساس د ملاکنډ ډیویژن د ټیکسونو څخه ماورا سیمه ګرځولې وه، خو په دې وروستیو کې یې خپله پرېکړه بیرته اخیستې او د ملاکنډ سیمه یې هم تر کسټم اېکټ لاندې راوستې ده.

XS
SM
MD
LG