د لاسرسي ځای

د کراچۍ ښار ګلشن اقبال سيمې ابوالحسن اصفهاني سړک سره نزدې وسله والو د شرابو په يو دوکان ډزې کړي چې پکې درې کسان وژل شوي دي، د ښار سچل تاڼې مشر فرحان مشال رېډيو ته ووئيل چې په وژل شوو کسانو کې دوه هندو وګړي هم شامل دي چا چې په دوکان کې کار کولو.

د کراچۍ ښار سچل تاڼې يو چارواکي ايس ائي رمضان د ګل په شپه ناوخته مشال رېډيو ته وويل چې 'دوه پر موټرسایکل سپرو دوو وسله والو پر دوکان ډزې کړې چې پکې يو ساتونکی او دوه دننه ناست کسان وژل شوي دي. او بریدګر په تېښته کې بريالي شول.'

بل خوا د ملير ضلعې د پوليسو مشر يا ايس ايس پي راو انوار مطبوعاتو ته ويلي، دا د ترهګرۍ بېښه نه ده بلکې برید د کلنګ اخیستو په لانجه شوی او د دوکان مالک ته له وړاندې دړکې هم ورکړل شوې وې.

د سيند صوبې د کورنيو چارو وزيرسهېل انور سيال دا پېښه په پام کې نيولې او له پوليسو يې رپورټ هم غوښتی دی.

د ذکر ده چې په سيند صوبه کې د هندو وګړو لپاره په حکومتي اجازت د شرابو دوکانونه په ټوله صوبه کې موجود دي او دا پرې ښکاره ليکل شوي وي چې دا د مسلمانانو لپاره نه دي.

د يو راپور ترمخه په سيند صوبه کې لږ تر لږه دېرش لکه پورې هندو وګړي ژوند کوي چې پکې زياتره له کراچۍ ښاره بهر مېشت دي.

XS
SM
MD
LG