د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د تورخم مسله سينېټ کې راپورته کوي


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، محمود خان اڅکزی
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، محمود خان اڅکزی

په ډرون بريد کې بلوچستان کې د افغان طالبانو د مشر تر وژل کېدو وروسته پاکستان اعلان وکړ چې د امنيت ښه ساتلو لپاره به نور هغه افغانان نه ورپريږدي چې وېزه ورسره نه وي. دې کار افغان حکومت او پاکستان کې د ملت پالو ګوندونو سخت غبرګون راوپاراوه.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي د پاکستان له خوا د تورخم پر لاره وېزه نه لرونکو افغانانو نه پرېښودلو مسله به په سينيټ کې راپورته کوي. د دې ګوند يو سينټر عثمان کاکړ نن مشال ريډيو ته وويل چې ډيورنډ کرښه د پاکستان او افغانستان تر منځ رسمي سرحد نه بولي نو ځکه دا ورته د منلو نه ده چې افغانان به د ډيورنډ کرښې آغاړه خیبر پښتونخوا يا بلوچستان ته په وېزه ځي.

کاکړ زياته کړه: ((تاسي پوهيږئ چې ډيورنډ کرښې پښتانه سره ويشلي دي. نيم کلي يو خوا دی او نيم بلې خوا. يو ورور دېخوا اوسي او بل اخوا. موږ پر دې مسله پخوا هم سينيټ کې خبرې کړي او بيا به يې هم کوو ځکه چې دا د مليونونو خلکو ستونزه ده.)))

عثمان کاکړ
عثمان کاکړ
پاکستان د تورخم پر لاره له افغانانو څخه د وېزې غوښتل تر هغې وروسته پيل کړل چې دوه هفتې وړاندې په بلوچستان کې د افغان طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په يو ډرون بريد کې ووژل شو. نوموړي سره د پاکستان پاسپورټ او شناختي کارډ هم وو.

پاکستاني چارواکو ويلي چې پر افغانانو يې د وېزې سختي د وسله والو د تګ راتګ د مخنيوي لپاره کړي. د ملا منصور تر مرګ وروسته د بلوچستان د کورنيوو چارو وزير سرفراز بګټي ويلي وو چې که افغانان پخپله خوښه نه ځي نو په زور به يې وشړي.

د عوامي نيشنل ګوند يوه مشره، بشرا ګوهر وايي دغسې کارونه پاکستان کې د ترهګرو له پټنځايونو څخه د مخ اړولو لپاره کيږي.

افغانان وايي ډيورنډ تړون د سلو کالو لپاره وو چې وخت يې لا ډير وختي ختم شوی خو پاکستان وايي دا نړيوال سرحد دی.

نوموړې زياتوي: ((زه وايم چې د داسې خبرو رامنځته کولو په ځای بايد په اصلي ستونزه چې د ترهګرو موجوديت دی، غور وشي. ملا منصور ته پاسپورټ او شناختي کارډ ورکړل شوی وو... پاکستاني او افغان چارواکي بايد د خبرو له لارې د دې مسلې حل راوباسي.))

د تاريخپوهانو په خبره د ډیورنډ تړون د ۱۸۹۳ کال د اکتوبر په ۱۲ مه نېټه د افغان امیر عبدالرحمان خان او برطانيې د هنري مورتمور ډیورنډ تر منځ لاسلیک شو.

بشرا ګوهر
بشرا ګوهر

افغانان د ډيورنډ کرښه نه مني. دوی وايي د انګريزانو سره شوی تړون د سلو کالو لپاره وو چې وخت يې لا ډير وختي ختم شوی خو پاکستان وايي دا نړيوال سرحد دی.

اسلام اباد کې افغان سفير عمر زاخېلوال ويلي چې هغه په دې اړه د پاکستاني پوځ د مشر جنرل راحېل شريف سره په رابطه کې دی تر څو د تورخم او افغان کډوالو د ستونزو په اړه ورسره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG