د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال د خدمتګارو شخصیتونو په نومونو د ځایونو نومونې غواړي


دوی زیاتوي، چې دا ډول نومونې د دې لامل کیږي، چې نور شخصیتونه هم خپل ولس ته د خدمت کولو روحیه واخلي او د هغوی لاره تعقیب کړي.

یادې څرګندونې د شنبې پر ورځ یو شمیر قومي مخورو، مدني فعالانو او روڼ اندو مشال راډيو ته په هغه ناسته کې وکړې، چې د اسماعیل خېلو او مندوزیو په ولسوالۍ کې د خان مندوزي په نوم د یوې لیسې د نومونې په موخه جوړه شوې وه.

د نظر خاوند رفیق جنبش وویل، کچیرې د خدمتګارو شخصیتونو قدر ونشي، نو د هغو کسانو د خدمت روحیه ننګول کیږي چې سبا ورته د ټولنې مهمې چارې سپارل کیږي:

((کچېرته د شخصیتونو قدر ونشي، هغه کسان چې سبا ورته د مسوولیت بار ورسپارل کیږي هغوی داسې فکر کوي چې چا موږ ته کار کړئ ونه لمانځل شول نو موږ به څه ولمانځل شو، د دوی هغه د خدمت روحیه ننګول کیږي، اول زه وهڅيدم چې هغه څه وو چې په خان مندوزي کې موجود وو، چې قوم يې د ده په نوم یوه لیسه نوموي، نو د دې لپاره مهمه خبره داده چې موږ د ټولنیزو شخصیتونو او د ټولنیزو کارونو د ودې لپاره داسې نومونې وکړو.))

قومي مشر سخي جان سرحدي وايي چې په پخوا د پښتنو په منځ کې ناپوهي، جهالت او ځانځاني د دې لامل شوې وهچې زموږ له منځه ډېر رښتیني او خدمتګار شخصیتونه په ګمنامی کې خاورو ته تللي او چا يې د خدمت یادونه نده کړې:

((موږ ډېر ښکلي خلک لرو چې چوپه خوله تللي او تر خاورو لاندې شوي دي، ددې وجه داوه چې زموږ په هېواد کې بې علمي وه، زموږ په هېواد کې ناپوهي وه، ځانځاني وه، دا د خوشبختی ځای دی چې زموږ هغه نوم ورکي خلک چې له موږه ورک شوي ول اوس موږ هغوی د علم او د دوی د تاریخي کارنامو له مخې پیدا کوو، کله چې ولس باشعوره کیږي ورو په ورو خپل مشران پيژني، دوی راڅرګندوي او تاریخونو ته يې راګډوي، دا ډېر د خوشبختی ځای دی.))

فولکلور پوه عبدالکریم پتنګ وايي چې د خدمتګارو شخصیتونو په نومونو د ځایونو نومونې به د دې سبب شي، چې زموږ نوي نسلونه هم خپل تاریخي خدمتګاران وپيژني او د دوی د کارنامو سره اشنايي پیدا کړي:

((په خوست کې موږ علمي شخصیتونه، تاریخي شخصیتونه، جهادي شخصیتونه لرو، ډېره ضروري خبره ده، چې د دوی په نومونو باندې واټونه، مکتبونه او پوهنتونونه ونومول شي، د دې ګټه داده چې زموږ راتلونکو نسلونو ته د خپلو خدمتګارو مشرانو مالومات ترلاسه شي.))

قومي مشر محمدولیشاه عمرزی د افغان حکومت غوښتنه کوي، چې د هرې سیمې د ملي، تاریخي، روحاني او علمي شخصیتونو په تړاو څېړنې وکړي، په اړه يې کتابونه او نورې نشريې خپرې کړي، تر څو هغوی په راتلونکې کې د دې هېواد د تاریخ یوه برخه شي.

نقیب مندوزی چې د قومي مخورو په وړاندیز او دپوهنې وزارت په تاييد يې د درنامیو لیسه د نیکه په نوم ونومول شوه، د خلکو لدې احساسه مننه وکړه.

ده وویل اوس دوی ته مالومه شوه، چې اولس خپل خدمتګاران نه هیروي او پدې کار يې د نیکه نوم او خدمتونه تر پیړیو، پیړیو خوندي شول.

یاده دې وي لدې وړاندې هم د خوست یو شمېر فرهنګیانو په یوه ناسته کې له افغان حکومت غوښتنه کړې وه، چې د یاد ولایت درې تنو وفات شويو والیانو حکیم تڼیوال، معراج الدین پټان او ارسلا جمال چې د خوست په بیارغونه او د ښې حکومتوالی په رامنځته کولو کې يې ډېرې هڅې کړي، ددوی په نومونو یو شمېر سړکونه، څلور لارې او جادې ونومول شي.

XS
SM
MD
LG