د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نړۍ کې د سوک وهنې پخوانی اتل محمد علي مړ شو


د څلور اویا کلن محمد علي د مړینې خبر د هغه کورنی ورکړ. دی د شلمې پیړۍ یو نامتو لوبغاړی و.

محمد علي له ۳۲ کلونو راهیسې د پارکینسن په ناروغۍ اخته و.

دا داسې ناروغي ده چې ناروغ پکې سر او نور ځان نه شي تکیه کولای.

ډاکټران وايي، محمد علي ته د پارکنسن ناروغي له هغو زرګونو سوکانو ورپېدا شوې وه چې ده ته د لوبې په دوران کې مخالفه لوبغاړو ورکړي وو.

نوموړی د اونۍ په پیل کې د ساه په نلۍ کې د تکليف پېدا کېدو له وجې په روغتون کې داخل کړل شوی وو او د جمعې په ورځ یې ساه ورکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG