د لاسرسي ځای

“ایران له خپلو دښمنانو سره د همکارۍ نیت نه لري”


د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای وايي ، تهران له خپلو عمده دښمنانو امریکا او بریتانیا سره په سیمه یزو مسلو کې د همکارۍ نیت نه لري.

خامنه اي د جمعې په ورځ د ایران له دولتي ټلویزیونه په وینا کې پر واشنګټن تور پورې کړ چې له دوی سره د اټمي تړون عملي کولو ته ژمن نه دی.

ښاغلي خامنه یې وویل،هغوي د خپلو ذمه واريو د نه عملي کولو لپاره د بشري حقونو او ترهګرۍ پلمې جوړوي.

د ایران او نړیوالو قدرتونو د اټمي تړون پر اساس، د روان کال په جنوري کې له ایرانه اقتصادي بندیزونه لرې کیدل پیل شول او په ځواب کې تهران خپل حساس اټمي سرګرمۍ چې غربي هېوادونو ورباندې شک درلود، بند کړل.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویاند مارک تونر ویلي چې د علي خامنه اي بې ځایه خبرو ته غبرګون ښودلو اړتیا نه لیدل کېږي.

XS
SM
MD
LG