د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې پولیسو د څلور وسله والو وژلو ادعا کړې


د بلوچستان پوليس ادعا کوي چې له وسله والو سره د ډزو په تبادله کې د ناقانونه ګرځول شوې جيش الاسلام ډلې د يو مشر په ګډون څلورمشکوکه وسله وال وژل شوي دي.

پوليس وايي، د جمعې په ماښام د کوټې پر سرياب سړک پوليسو ګزمه کوله چې ورباندې ناڅاپه ډزې وشوي.

دوی زياتوي چې له دې وروسته د وسله والو او پوليسو ترمنځ تر يوه نيمې ساعت د ډزو تبادله وشوه چې پکې څلور مشکوکه وسله وال ووژل شو او دوه عسکر هم ټپیان شو.

د دوی په وينا په وژل شوو کې د ناقانونه ګرځول شوي تنظيم جيش الاسلام ډلې د کوټي مشر ډاکټر عمير هم شامل دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG