د لاسرسي ځای

ډیری خوستي ځوانان د ژوندانه د نورو خوښیو تر حنګ د کوژدن (نامزدۍ) تړون هم په شانداره بڼه له خپلو ملګرو سره یو ځای په تفریح ځایونو، جمو او حجرو کې په بنډارونو او مېلو لمانځي.

دا ډول پروګرامونو کې موسیقۍ او د ځوانانو اتڼونه وي او د پروګرام په پای کې دوستان او ملګري خپل نامزد ملګري ته تحفې او ډالۍ ورکوي.

په خوست کې هم میلمه کوټ، فارم باغ، وزیر باغ متون بابا غونډۍ او د شمل خوړ څنډې هغه ځایونه دي، چې خلک او ځوانان په کې په بیلابیلو مناسبتونو میلې ترتیبوي.

نن د جمعې په ورځ په فارم باغ کې د نورو ډېرو میلو او ثوباتونو تر څنګ د کوژدن یا د نامزدی تړون په یوه میله کې د خوست یو شمېر فرهنګیان راغونډ شوي ول.

شاعر اولیکوال زاهدشاه انګار مشال راډیو ته په خوست کې د ځوانانو د میلو، ثوباتونو او بنډارونو په باب داسې وویل:

((خوست کې خو د خوشالیو بیلابیل رواجونه دي، که د چا زوی پیدا شي، په هغې باندې ثبات او میله جوړوي، یا یې کوژدن وشي، په حجرو کې خو د اوړي په موسم کې اکثراً باغونو ته ځي، نن د فارم په باغ کې څلویښت، پنځوس کسان فرهنګیان راټول شوي دي، د یو ځوان کوژدن شوی وو او هغه خپلو ملګرو او همزولو ته پدې ځای کې میله جوړه کړې وه.))

د سینما او تیاتر لوبغاړی سلطان محمود خیرخواه وايي چې خوست ښه طبعیت او له پخوا نه ښکلي باغونه لري، نو خلک يې هم د خوښیو د ډیریو مراسمو لپاره باغونه خوښوي او هلته په خلاصه فضاء کې خپلې خوښۍ لمانځي:

((خوست له پخوا نه ډېر ښکلي دودونه او رواجونه لري، یو رواج دا هم دی که کوم ځوان کوژدن او نامزاد شي، نو خپلو ملګرو او کلیوالو ته میله جوړوي، که څه هم دا ډول میلې په جمو او حجرو کې وي، خو دا چې خوست ښکلي طبعیت او موقعیت لري، په خوست کې ښکلي باغونه او د میلو ځایونه دي، نو موږ هم د فارم په باغ کې دا میله تیاره کړې ده.))

مدني فعال محمدغفور مهیدي وايي، چې په خوست کې ډاډمن امن د دې لامل شوی، چې کله کوم ځوان نامزاد کیږي او یا يې نارینه اولاد پیدا کیږي، نو د دې ولایت په مشهورو باغونو کې میلې جوړوي.

د خوست دوه تنه ځوانان سمیع الله لمر او رحمن الله ارمان چې د خپل یو ملګري د کوژدن په ویاړ په یوه میله کې د ګډون لپاره فارم باغ ته ورغلي ول، په یاد ولایت کې يې د کوژدن کیدو د دود او دستور په باب داسې څرګندونې وکړې:

((کله چې یو ځوان نامزاد شي، نو هغه ته بیا دوستان او نږدې ملګري ورځي، تر څو خپل ملګري سره خوشالي ولمانځي، میلې جوړوي، اتڼونه کوي او ملګري يې ده ته تحفې او ډالۍ وړاندې کوي.

۲-کله چې يو څوک نامزاد کیږي نو هغه ملګرو ته میله جوړوي، د میلې تابیا ورته ملګري نیسي، په هغه کې ملګري راټولیږي، خوشالۍ کوي، یادګاري عکسونه ورسره اخلي او خپل نوي نامزاد شوي ملګري ته مبارکۍ وړاندې کوي.))

د یادونې وړ ده لسیزې وړاندې د کال په بیلابیلو وختونو کې په خوست کې په ورځو، ورځو نندارې او جشنونه جوړیدل او د یاد ولایت د اطرافي سیمو ځوانانو او مشرانو به په کې برخه اخیسته، په ملي جشنونو کې به په ښار کې د هرې سیمې او ولسوالۍ د اوسیدونکو د راغونډولو او اوسیدلو لپاره ځانته کمپونه جوړیدل، خو اوسمهال خلک یوازې په اخترونو، نوروز، د نارینه اولاد د پیدا کیدو، ودونو او د کوژدن کیدو پر مهال لنډ بنډراونه، ثوباتونه او د موسیقۍ پروګرامونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG