د لاسرسي ځای

اسلام اباد: د حج چارو پخوانی وزیر ۱۶ کاله سزا


په اسلام اباد کې یو خصوصي عدالت د حج په چارو کې د درغلۍ په مقدمه کې د پاکستان د مذهبي چارو پخواني وزیر حامد سعید کاظمي ته د شپاړس کاله بند سزا اورولې ده.

له اسلام اباده د مشال ریډیو خبریال راپور ورکوي چې نن د جج ملک نذیر احمد په مشرۍ خصوصي عدالت د حج چارو پخواني وفاقي وزیر حامد سعید کاظمي او د هغه د وزارت ډایریکټر جنرل ته په ترتیب د شپاړلسو او څلوېښت کالو د بند سزا اورولې ده.

یاده دې وي چې په کال ۲۰۱۰ م کې د پاکستان پيپلز ګوند په حکومت کې د حج لپاره په انتظاماتو کې د درغلیو په تور د وفاقي وزیر په ګډون درې کسان نیول شوي وو.

XS
SM
MD
LG