د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ناروغانو خدمت کوو خو تنخاګانې مو د نشت برابرې دي'


'د ناروغانو خدمت کوو خو تنخاګانې مو د نشت برابرې دي'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:19 0:00

د خېبر پښتونخوا نرسانو صوبايي تنظيم د خپلو غوښتنو په حق کې د احتجاج په توګه له ننه د صوبې په ټولو هسپتالونو کې کاربندیز اعلان کړی دی. له پېښوره د مشال راډیو خبریال وايي چې نرسانو تېره ورځ (زیارت) د صوبايي اسمبلۍ مخې ته د خپلو تنخاګانو اضافې لپاره احتجاج وکړ او لوی سړک يې تر دولسو ګنټو د ګاډو پرمخ تړلی و. د صوبې نرسانو اتحادیې سیکرېټرې انور سلطانه د زیارت په ورځ مشال راډیو ته وویل، چې پولیسو د هغوی پر ملګرو تشدد کړی دی او د هغوی هاسټلې يې په محاصره کې ساتلې دي. د پېښور اېس اېس پي آپرېشنز عباس مجيد مروت د نرسانو دعوې سمې نه بولي او وايي چې پر نرسانو يې تشدد نه دی کړی. نوموړي زیاته کړه چې هر څوک سړکونه تړي نو دا غیرقانوني کار دی. د غلام غوث ویډيو

XS
SM
MD
LG