د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانیا وايي له افغانستان سره به خپلې مرستې جاري ساتي


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د برتانیا لومړی وزیر ډېویډ کېمرون
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د برتانیا لومړی وزیر ډېویډ کېمرون

د برتانیې دفاع وزیر مایکل فالن وايي، هېواد به یې تر ۲۰۱۷ز کال وروسته هم له افغانستان سره مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړي.

دا خبره نوموړي تېره ورځ په کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره د لیدو پر وخت وکړه. د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال بېګا مشال راډيو ته وویل، فالن او غني له امنیتي موضوعاتو سره سره په برتانیا کې د ناقانونه افغان کډوالو پر برخلیک هم خبرې وکړې.

برتانیا دا مهال په افغانستان کې ۳۵۲ سرتېري لري چې د غوڅ ملاتړ په نوم د ناټو روزنیز ماموریت برخه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG