د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان پر هند د ناامنۍ خورولو تور ولګاوه


پاکستان یو ځل بیا تور پورې کړی چې هندي استخبارات په هغه هېواد کې تاوتریخوالي او ترهګرۍ ته لمن وهي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد نفیس زکریا تېر ماسپښین په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته وویل، موده مخکې له بلوچستانه د هندي استخباراتو افسر کلبوشن یادو نیولو د اسلام اباد دا دریځ ((سم زبات کړ)) چې هند په پاکستان کې ((بالخصوص په بلوچستان او کراچۍ کې په هېواد مخالفه او د ترهګرۍ په فعالیتونو کې لاس لري.))

زکریا وویل، امنیتي او استخباراتي ادارو د کلبوشن یادو د اعتراف په پایله کې یو شمېر مشکوک کسان نیولي خو نور سپیناوی یې ورنکړ. نوي ډيلي په بیا بیا د اسلام اباد دا ډول تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې له پاکستانه وسله وال د هند تر واک لاندې کشمیر او د هغه هېواد په نورو برخو کې ناامني خپروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG