د لاسرسي ځای

تازه خبر

'اسلام پر ښځو د تشدد اجازه نه ورکوي'


د پاکستان علما کونسل مشر حافظ طاهر محمود اشرفي
د پاکستان علما کونسل مشر حافظ طاهر محمود اشرفي

د پاکستان علما کونسل مشر حافظ طاهر محمود اشرفي وايي، اسلام هېڅکله پر خپلې ښځې د تشدد کولو اجازه نه ورکوي.

تېر مازیګر له مشال راډیو سره په خبرو کې اشرفي وویل، اسلامي نظریاتي کونسل باید پر ښځو د تشدد مخنیوي لارې ولټوي.

څو ورځې مخکې اسلامي نظریاتي کونسل ویلي ول، مېړه یا خاوند حق لري چې خپله ښځه ووهي. د دې بیان له کبله په پاکستان کې پر کونسل انتقاد شوی دی. خو نظریاتي کونسل وايي، د ښځو حقونو ساتنو لپاره یې یوه مسوده تیاره کړې چې ژر به یې پارلېمان ته بحث ته وړاندې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG