د لاسرسي ځای

تازه خبر

راحیل شریف: د چین ــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ ضد هېڅ خنډ نه منم


د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف
د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف

په پنډۍ کې د پوځ عامه اړیکو دفتر ای اېس پي ار بېګا په جاري شوي یوه بیان کې د پوځ مشر جنرال راحیل شریف له خولې وايي، د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ پرضد له روانو سازشونو خبر دی خو هوډ یې وښود چې په هره توګه به دا منصوبه سرته رسوي.

د پوځ مشر جنرال راحیل شریف دا خبره د زیارت په ورځ په پنډۍ کې د پوځ سردفتر کې د کورکمانډرانو غونډې ته کړې ده. بیان د نوموړي له خولې زیاتوي چې، د اقتصادي لار په اړه ((مخالفتونه او دښمنۍ موجودې دي.)) او دی له هر څه خبر دی خو دوی د دې منصوبې سرته رسولو لپاره هر قیمت ادا کولو ته تیار دي.

بیان البته دا سپیناوی نه دی کړی چې د جنرال راحیل شریف اشاره چا ته وه؟ د خېبر پښتونخوا حکومت په ګډون د پاکستان ګڼو ګوندونو او مدني ټولنو پر وفاقي حکومت تور پورې کړی چې د دې لویې پروژې اصلي لار یې بدله کړې، خو اسلام اباد دا تورونه نه مني.

مشال راډیو چې په اسلام اباد کې د دفاعي چارو شنونکي او د پوځ پخواني لېفټینېنټ جنرل طلعت معسوده وپوښتل چې په دې بیان کې جنرل راحیل شریف چاته اشاره کړې نو نوموړي ووېل چې د دې منصوبې پرضد ډېر سازشونه روان دي خو پکار ده چې د دې منطقې د سوکالۍ او ودانۍ لپاره د پاکستان ټول ګاونډي ملکونه د پاکستان مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړه: (زه فکر کوم دا اشاره هند ته ده بل به د چا طرفته وي؟ او د جنرال صېب دا خیال دی چې هند او امریکا له دوی خوشاله نه دي او په دې وجه ځینې قوتونه د پاکستان پرضد اقدامات کوي. خو زه ګڼم، دوی چې څومره هم سازشونه وکړي اوس حقیقت دا دی چې دا منصوبه څوک هم نه شي درولی.)

کله چې مشال راډیو په اسلام اباد کې پر چين- پاکستان اقتصادي راهدارۍ څېړونکی فضل سعید وپوښتلو نو هغه ووېل (دا په رېښتیا یوه ډېره لویه منصوبه ده چې له کبله يې د منطقې قسمت بدلېدلای شي چې د یو داسې ملک لکه د چېن د ټول تجارت نیم فيصد هم دې سیمې ته چېرته راغلونو د پاکستان اوسنۍ جي ډي پي چې ۲۸۰ یا ۳۰۰ ډالره ده هغه به زر یو نیم زر ډالره ته ورسي، خو بل پلو که وکتل شي نو له بده مرغه د خېبر پښتونخوا یا فاټا او یا د ځینو نورو سیمو هغه رنګ برخه نشته دی چې څه رنګ پکار وه. د پوځ مشر چې کوم بیان دی نو که موږ ورته وګورو نو زموږ د خلکو هم له ارمي چیفه یا د دې پاکستان له حکومته دا هیله ده چې د پښتني سیمو خلک په اقتصادي توګه ډېر ناتوانه دي او دوی تر نورو خلکو په تعلیم کې هم وروسته پاته دي نو زما شخصي رای هم دا ده او د یو پښتون په حېث مې هم دا غوښتنه ده چې پښتون مېشتو سیمو ته دې پوره پوره برخه ورکړل شي.)

یاده دې وي چې د چين ــــ پاکستان اقتصادي راهداري په درې زره کلومیټره خور د سړکونو، رېلوې لاینونو او صنعتونو یو پراخ سوداګریزه او د تګ راتګ جال/نېټورک دی چې د پاکستان ګوادر بندر به د چین له کاشغر ښار سره تړي.

دا منصوبه پروسږ کال د مې په میاشت کې د پاکستان او چېن ترمنځ لاسلیک شوې ده. خو د خېبر پښونخوا حکومت، ملتپالي ګوندونه او مدني ټولنې وايي چې وفاقي حکومت ورته په دې منصوبه کې خپله پوره برخه نه ورکوي.

سراج ظهیر – مشال راډیو – اسلام اباد

XS
SM
MD
LG