د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خبېر پښتونخوا نرسانې پر احتجاج دي


د خېبر پښتونخوا نرسانې د حکومت پر ضد راوتلې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:33 0:00

د خېبر پښتونخوا نرسانې د حکومت پر ضد راوتلې دي

د خېبر پښتونخوا نرسانو صوبايي تنظيم د خپلو غوښتنو په حق کې د احتجاج په توګه له ننه د صوبې په ټولو هسپتالونو کې کاربندیز اعلان کړی دی.

له پېښوره د مشال راډیو خبریال وايي چې نرسانو تېره ورځ (زیارت) د صوبايي اسمبلۍ مخې ته د خپلو تنخاګانو اضافې لپاره احتجاج وکړ او لوی سړک يې تر دولسو ګنټو د ګاډو پرمخ تړلی و.

د صوبې نرسانو اتحادیې سیکرېټرې انور سلطانه د زیارت په ورځ مشال راډیو ته وویل، چې پولیسو د هغوی پر ملګرو تشدد کړی دی او د هغوی هاسټلې يې په محاصره کې ساتلې دي.

د پېښور اېس اېس پي آپرېشنز عباس مجيد مروت د نرسانو دعوې سمې نه بولي او وايي چې پر نرسانو يې تشدد نه دی کړی. نوموړي زیاته کړه چې هر څوک سړکونه تړي نو دا غیرقانوني کار دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG