د لاسرسي ځای

پر ډېورنډ کرښه اباد ولسونه باید ازاد سفر وکړي: کرزی


د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، پاکستان دې د تورخم پر وره د محدودیتونو پیدا کولو پر ځای د ډېورنډ کرښې دواړو خواو ولسونه په ازادۍ سفر کولو ته پرېږدي.

دا خبره نوموړي تېره ورځ په کابل کې د مشال راډیو له خبریالې رابعې اکرم خان سره د ځانګړې مرکې پر مهال وکړه. نوموړي وویل، ډیورنډ کرښه انګرېزانو پر موږ تپلې ده او یو ولس یې دوه ځایه کړې دی. له هغې ورځې چې دغه کرښه انګرېزانو تحمیل کړې ده، هېڅوک هم په پاسپورټ تللی راغلی نه دی. یو سل څو کاله وشول چې دا کرښه پر موږ کښل شوې ده خو د دواړو غاړو ولسونو دا منلې نه ده. او ازاد تګ راتګ یې کړی دی. د پاکستان له حکومته مې د یو ورور په توګه دا غوښتنه او ارزو ده، پرېږده چې ولسونه ازاد تګ راتګ وکړي.

د پاکستان حکومت له اقداماتو سره سم، د جون له لومړۍ نېټې راهیسې افغانان بې له سفري اسنادو هغه هېواد ته نشي تللای چې له کبله یې په زرګونه کسان اغېزمن شوي دي.

که څه هم نن په دریمه ورځ هم د پاکستان امنیتي ځواکونه په تورخم کې د افغان وګړو پاسپورټ او ویزا ګوري او بیا یې پرېږدي، خو د تېرو دوو ورځو په پرتله نن د جمعې ورځ پکې یو لږ څه نرمي لیدل کیږي او سختو ناورغه کسانو، ژوبلو، او معذروه کسانو ته د ورننوتو اجازه ورکول کیږي. خو د خلکو په تګ راتګ کې ډېر کمی راغلی دی، بل پلو په تورخم کې د کسټم دفتر خلاص دی او نن هم د مالونو ځینې ډک ګاډي افغانستان ته واوړېدل.

د تورخم پاسپورټ دفتر چارواکي وایي، پاسپورټ او ویزا لرونکي څه د پاسه زر کسان د ورخې پاکستان ته ننوځي، خو د یوې اندازې مطابق پر دې دروزاه به مخکې د ورځې خوا وشا شل زره کسانو تګ راتګ کولو.

په تورخم پوله د اوسنۍ سختې خلک له یو شمیر مشکلاتو سره مخامخ کړي دي، او په کاروبار هم ورسره اثر پرېوتی دی.

فضل کریم چې پر تورخم دروازه اوښتی دی د خپلو ستونځو په باب یی مشال راډیو ته وویل، ”ډېر سخت تکلیف دی، ماشومان مو هغې غاړې ته پاتې دي، بیماران په هسپتالونو کې له مشکلاتو سره مخامخ دي، مخکې یې تذکرې غوښتې اوس وايي، دا نه منو، پاسپورټ غواړي. دا چا وس شته، د چا نشته، څوک پاسپورټ جوړولی شي او څوک یې نشي جوړلی. موږ غوښتنه لرو چې نور مو له دې تکلیفه وژغورئ. “

یوه بله بوډۍ میرمن بسپرۍ چې پر تورخم دروازه پورېوتې ده، وایي، ” په زوره مې ځان راویوست، ناجوړه یم، دا دی وینی مې، درواغ نه درته وایم، هېچا هم تکلیف نه دی راکړئ. “

پر تورخم دروازه د سورلوګاډي یو ډرایور ایاز وايي، له هغه راهیسې چې تورخم دروازه تړل شوې ده پر کارروزګار یېډیر بد اثر پرېوتی دی. دی زیاتوي چې بچیان یې په نهره ده، او غوښتنه کوي چې پاکستان سرکار دې لار نرمه کړي چې ژوند یې بیا روان شي.

د تورخم چارواکي وایي، افغان سرحدي ځواکونو ترې غوښتنه کړې ده چې د راروانې روژې میاشتې لپاره دې دغه پرېکړه بیرته واخلي او دغه نېټه دې وغځوي خو زیاتوي چې تر اوسه ورته اسلام آباد هېڅ ځواب نه دی ویلی.

XS
SM
MD
LG