د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاجکستان له افغان پولې سره خپل ځواکونه زیات کړي دي


د تاجکستان د چارواکو په وینا دا پرېکړه یې د وسلو قاچاقکوونکیو، یرغملو او د یاغیانو ګواښونو د زیاتېدو لپاره کړې ده.

د تاجکستان سرحدي پولیسو ویاند محمد اولغ خودژایف وویل، د ګواښونو مخنیوي لپاره دوشنبې پرېکړه وکړه چې له افغانستان سره پر پوله په لسګونو نورې امنیتي پوستې ځای پر ځای کړي.

بل لور ته د تاجکستان سرحدي ځواکونو قوماندان رجب علي رحمان علي وایي، هېواد یې په افغانستان کې جګړو ته اندېښنه لري او له دې خوا د تاجکستان لور ته هم ګواښونه زیات شوې دي.

ویل کېږي چې په وروستیو کې په کندز کې چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري، د نا-امنیو زیاتېدو په تاجکستان کې اندېښنې پیدا کړې دي او د هغه هېواد چارواکي یې دې ته هڅولي دي چې د پولي امنیت ته توجه زیاته کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG