د لاسرسي ځای

تازه خبر

'افغان ځواکونه پر طالبانو برلاسي دي'


امریکایي ځواکونه وایي، افغان ځواکونه له طالبانو سره په جګړه کې د پروسږکال په پرتله برلاسه دي.

د امریکایي ځواکونو ویاند جنرال چارلز کلیفلنډ تیره ورځ د ویډیو کنفرانس له لارې له کابله په واشنګتن کې خبریالانو ته وویل، افغانستان د جګړې د فصل په پیل کې دی او سختې ورځې یې مخکې شته، خو افغان ځواکونه سږ کال د تېرو کلونو په پرتله په جګړه کې تکړه شوي دي.

کلیفلنډ هیله ښکاره کړه چې افغان ځواکونه به هغه سیمې چې پروسږ کال یې له لاسه ورکړې وې، سږ کال بیرته له طالبانو ونیسي.

جنرال کلیفلنډ بیا د افغانستان د هوایي ځواکونو ستاینه وکړه. نوموړي سوپر توکانو جنګي الوتکو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په یوه اونۍ کې یې څو ځله پر یاغیانو بمباري وکړه.

د امریکا پوځ ویاند بیا وویل، چې راتلونکې میاشت به افغان ځواکونو ته څلور نورې جنګي الوتکې وسپارل شي چې شمېر به یې اتو ته ورسېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG