د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ولسمشر په افغانستان کې د خپلو عسکرو پاته کولو پرېکړه کوي


په افغانستان کې به د امریکایي ځواکونو جګپوړی قوماندان روانه اوونۍ خپل راپور واشنګتن ته واستوي، په دې راپور کې ولسمشر بارک اوباما ته وړاندیزونه شوي دي چې څومره امریکایي پوځیان راتلونکې کال په افغانستان کې پاتې شي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو یوه ویاند د امریکا په دفاع وزارت کې خبریالانو ته پرون وویل، جنرال جان نیکولسن په افغانستان کې د امنیتي ګواښ په اړه راپور چمتو کړ او اوس به دا راپور دفاع وزارت او د امریکا مرکزي قوماندانۍ ته واستول شي.

امریکا د اوس لپاره په افغانستان کې ۹۸۰۰ عسکر لري او ولسمشر اوباما مخکې ویلي ول چې دا شمېره به د ۲۰۱۶ کال تر پایه ۵۵۰۰ ته راټیټه شي.

ولسمشر اوباما به ښایي اوس د امریکایي ځواکونو د قوماندان ارزونې له مخې پرېکړه وکړي چې څومره عسکر په افغانستان کې وساتي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG