د لاسرسي ځای

کندز کې د مسافرانو تښتولو په تور پنځه تنه نیول شوي


کندز کابل لویه لار

کندز کابل لویه لار

افغان حکومت وايي، په کندز کې د اتو برمته و مسافرو لپاره یې عملیات روان دي او تر دمه یې د یادې پېښې پنځه تورن نیولي دي.

د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل نن (پنجشنبه) د حکومت ویاندویانو په ګډه غونډه کې وویل چې افغان پوځیان په ډېر احتیاط مخ ته درومي چې برمته و افغانانو ته تاوان و نه رسېږي.

(سرګروپ او څلور همکاران یې په کندز کې دوه شپې مخکې نیول شوي دي. څه چې مهمه دي هغه دا دي چې زموږ اته بې ګناه افغانان په دې عملیاتو کې تاوان و نه ویني.)

ښاغلي فیصل وویل چې وسله والو طالبانو په کندز کې د عامو خلکو په وژلو سره نه یواځې له حکومت بلکې له عامو خلکو سره هم خپله دښمني ثابته کړه.

په کندز کې د علي آباد په شین تیپه سیمه کې دوه ورځې مخکې د څلورو بسونو ۱۸۵ سورلۍ طالبانو له ځانه سره یوړې چې ویل کیږي له ډلې یې ۱۵۰ تنه خوشې شوي۱۵ تنه یې وژل شوي او ۸ تنه نور هم برمته پاتې دي.

XS
SM
MD
LG