د لاسرسي ځای

تندو باراني سیلیو او تندر ۱۵ تنه وژلي ۱۵۰ ژوبل


په اسلام آباد پنډۍ، خېبر پښتونخوا او فاتا کې یوه ناڅاپي تېز توپان او تند باران پنځلس کسان وژلي او تر يو نيم سلو پورې یې ژوبل کړي دي. توپاني سیلیو ګڼو کورونو او ودانیو ته زیانونه رسولي دي. د قدرتي آفتونو سمبالولو قامي ادارې (اېن ډي اېم اې) د ورکړل شویو مالوماتو له مخې  د چارشنبې ماښام په اسلام آباد او پنډۍ کې تندو باد او باران، ناڅاپي تېزو سیلیو، او د تندر له پرېوتو اووه تنه وژل شوي او ۱۳۰ ژوبل دي. په خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې همله سیلیو او بارانونو پنځه تنه وژل شوي او اتلس نور ژوبل دي.سرکاري راپورونه وايي، چې په نوښار ضلعه کې ګڼو کورونو ته زیان رسېدلی دی. د مشال راډيو خبریال وايي، چې په جمرود سیمه کې هم د دېوالونو او ونو له راپرېوتو درې کسان وژل شوي دي. د موسمياتو محکمي په وينا، په پنډۍ او اسلام اباد کې د تندو بادونو او سیلیو رفتار په یوه ګنټه کې ۱۲۰ او په پنډۍ کې ۱۴۸ په پېښور کې له ۱۱۰ تر ۱۳۰ پورې ریکارډ شوی دی.

XS
SM
MD
LG