د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا او اسلام اباد کې توپان ۱۵ تنه وژلي ګڼ ژوبل


په اسلام آباد پنډۍ، خېبر پښتونخوا او فاتا کې یوه ناڅاپي تېز توپان او تند باران پنځلس کسان وژلي او تر يو نيم سلو زیات یې ژوبل کړي دي. توپاني سیلیو ګڼو کورونو او ودانیو ته زیانونه رسولي دي.

د قدرتي آفتونو سمبالولو قامي ادارې (اېن ډي اېم اې) د ورکړل شویو مالوماتو له مخې مخه د چارشنبې ماښام په اسلام آباد او پنډۍ کې تندو باد او باران، ناڅاپي تېزو سیلیو، او د تندر له پرېوتو اووه تنه وژل شوي او ۱۳۰ ژوبل دي.

د خیبر پښتونخوا په پېښور، نوښار، چارسده، مردان او نورو برخو کې د شورو په ماښام د تیزې سیلۍ او باد و باران له کبله د چارواکو په وینا لږ تر لږه څلور پنځه تنه وژل شوي او تر ۳۰ زیات ژوبل شوي دي. د تیزې سیلۍ په وجه ګڼو کورونو او ودانیو ته هم زیان رسېدلی دی. دغه شان د ونو او دېوالونو له چپه کېدو ځینو ګاډو ته هم نقصان رسېدلی دی. د بجلۍ ستنې او تارونو له لوېدو د صوبې په ډېرو برخو کې تر نن ګهیځه (زیارت ورځ) د بجلۍ نظام خراب و. سرکاري راپورونه وايي، چې په نوښار ضلعه کې ګڼو کورونو ته زیان رسېدلی دی.

د خیبر انتظامي چارواکي وایي چې بېګا شپه د تیز باران او طوفان له امله د خیبر ایجنسې په باړه او جمرود کې هم د خلکو د کورونو چتونه او دیوالونه پرېوتي دي چې په نتیجه کې یې درې تنه وژل شوي دي.

دوی وایي د باړې په ناله ملک دینخېلو کې د یو کور دیوال پرېوتی، چې یو شل کلن سهیل یې وژلی دی، په جمرود شاه کس کې د یو کور چت له پرېوتو یوه مېرمن وژل شوې ده او په جمرود کې د قاري سید محمد د کورچت پرېوتی دی چې په نتیجه کې یې د هغه مېرمن وژل شوې ده.

په کورمه کې هم توپان زیانونه اړولي دي.

د موسمياتو محکمي په وينا، په پنډۍ او اسلام اباد کې د تندو بادونو او سیلیو رفتار په یوه ګنټه کې ۱۲۰ او په پنډۍ کې ۱۴۸ په پېښور کې له ۱۱۰ تر ۱۳۰ پورې ریکارډ شوی دی.

XS
SM
MD
LG