د لاسرسي ځای

تازه خبر

'نور خپل کور ته راشئ، جنګ جګړې پرېږدئ'


یو خوستي وویل، کوم وخت چې په افغانستان کې سوله وه، دلته د هر چا عزت او ژوند خوندي وو، نو د دې لپاره چې په هېواد کې مو کرنه، صنعت او سوداګري پرمختګ وکړي

د خوست قومي مخور او دیني عالمان د حزب اسلامي له مشرتابه سره د افغان حکومت روانې خبرې اترې او د سولې مذاکرې ګټورې بولي او له نور وسلوالو ډلو هم غواړي، چې د هېواد ابادۍ او د ولس سوکالی لپاره د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

دوی چې د چارشنبې په ورځ د ملي ثبات ټولنې په بلنه په یوه ناسته کې راغونډ شوي ول، سوله او پخلاینه يې د اسلامي شریعت حکم وباله او زیاته يې کړه، چې جګړې نه یوازې افغانان له مرګونو او ناخوالو سره مخامخ کړي، بلکې د دې هېواد صنعت، زراعت او تجارت يې هم زیانمن کړی دی.

مفتي مولانا محمد سلیم منصور وویل، چې وسلوال دې له جګړو لاس واخلي او په ګډه دې د دې هېواد په امن او پرمختګ کې ګډون وکړي:

((جګړه هغه پدیده ده چې هغه ناخوالې رامنځته کوي، هغه کوڼدې یتیمان جوړوي، هغه د وطن تباهي ده، په وسلوالو مخالفینو باندې زه د شریعت له نګاه نه دا غږ کوم، هر چا چې د جګړې مسوولیت تاسو ته ترغاړې کړئ له هغې نه لاس واخلئ، د اللهي قانون په رڼا کې د سولې سره یو ځای شئ، دا وطن نور جوړولو ته اړتیا لري، نور باید د پردیو د غلامی له اسارت نه باید ځان خلاص کړو او دا وطن ټول په ګډه سره جوړ کړو.))

قومي مشر حاجي حیدرګل منګل وايي، چې د حزب اسلامي د مشرتابه سره د سولې د خبرو د بهیر نهايي کول د نورو مخالفو وسلوالو ډلو د جګړې په شدت کې لږوالی راولي:

((د حکمتیار راتګ چې هغه یو مخالف لوری وو، د هغه سره وسلوال قوتونه ورسره وو، نن چې د افغانستان د خلکو سره یو ځای کیږي دا هم په سوله باندې تاثیر لري او هم دښمن له شکست سره مخامخ کولای شي.))

قومي مشر سمین ځدراڼ هم د افغانستان د ابادۍ او د خلکو د سوکالۍ لپاره سوله اړینه ګڼي:

((زه د ټولو وسلوالو مخالفینو نه په ډېر احترام دا تقاضا کوم لکه څرنګه چې انجینر صیب حکمتیار د خپل ځان سره تصمیم نیولی، تاسو هم په همدې ډول د ځان سره تصمیم ونیسئ، تر څو موږ او تاسې په راتلونکې کې یو خوشاله او هوسا افغانستان ولرو.))

د خوست یو بل تن قومي مشر وايي، کوم وخت چې په افغانستان کې سوله وه، دلته د هر چا عزت او ژوند خوندي وو، نو د دې لپاره چې په هېواد کې مو کرنه، صنعت او سوداګري پرمختګ وکړي، لازمه ده چې ټول افغانان د خپلو پخوانیو مشرانو په شان خپلې ستونزې د جرګو مرکو له لارې حل وفصل کړي:

((زه رحیم داد د نادرشاه کوټ ولسوالۍ یو قومي مشر یم، مخکې په افغانستان کې څومره ښایسته سوله وه، جوماتونه اباد وو، مدرسې فعالې وې، زموږ تجارت، زموږ صنعت ټول کارونه فعال وو اوس موږ د جنګ نه څه ترلاسه کړل، په جنګ کې کومې ګټې دي، له جنګه مو څه ولیدل، راشئ د خپل پلار نیکه هغه پخواني دودو دوستور جرګې او مرکې ته وروګرځو.))

د خوست قومي مخور او دیني عالمان داسې مهال د سولې خبرو ته د وسلوالو مخالفینو د کېناستو غوښتنه کوي، چې د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره د افغان حکومت د سولې خبرې وروستي پړاو ته نږدې شوي او ممکن په نږدې ورځو کې یاده ډله د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

XS
SM
MD
LG