د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان پوځ سږ کال ضرب عضب عملېات پای ته رسوي


د پاکستان پوځ مشر جنرل راحيل شريف وايي چې سږکال به په هېواد کې د سختدريځۍ د پای کال وي او ضرب عضب عملیات به هم په دې کال سر ته ورسول شي او سخت دريځو پرضد په جنګ کې حاصل کړل شوې بریاوېبرقراره ساتل ډېر مهم دي.

نن د شورو په ورځ د پارلمان د ګډې غونډې ورستو مطبوعاتو سره غېر رسمي خبرو کې د پاکستان پوځ مشر جنرل راحيل شريف وېنا وه چې آپرېشن ضرب عضب مکملولو ورستو په فاټا کې به ېو داسې نظام جوړولې شي چې کومو خلکو د سخت دريزۍ پرضد جنګ لوجې خپلې سېمې پرېښودې دي چې هغوي ته په واپس راتللو کې کومې ستونزې رامخې ته نشي،

د پوځ د مشر وېنا وه چې د قبايلي سيمو اوسېدونکو ته باور ورکړل شوی دی چې د ضرب عضب عملیات تر ختمولو ورسته وسله وال به د دغه سيمو مخه ونه کړي او په شمالي او جنوبي وزيرستان کې د ترقۍ عمل په تېزۍ سره روان دی.

د ډرون حملو پحقله د جنرل راحيل شريف وېنا وه چې دا د پاکستان د سلامتۍ او خپلواکۍ پرضد دي او په هېڅ صورت کې به برداشت نه کړل شي.

د پوځ مشر وېنا وه چې د دا قسمه پېښو لوجې د پاکستان او امريکا ترمېنځه اړيکې متاثره کېدې شي،

د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ پحقله د جنرل راحيل شريف وېنا وه چې دا منصوبه به په هر حال کې سر ته رسولې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG