د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د افغانستان امن د سیمې لپاره ګټور دی'


د پاکستان صدر ممنون حسېن ووېلې دي چې پائېداره ترقي او استحکام د جمهورېت نه په غېر ممکن نه دي او د ملک په جمهوري نظام کې دومره مضبوطي پېدا شوې ده چې د مختلفو بحرانونو مقابله کولې شي،

د نوي پارلماني کال په پېل کې نن د شورو په ورځ د پارلمان ګډې غونډې ته په خپله وېنا کې صدر ممنون حسېن موجوده حکومت ته په درې کاله پورا کولو ومبارکي ورکړه او ووېل چې حکومت او اپوزيشن ګوندونه د جمهوريت پر استحکام ېقين لري او حکومت له پکار دي چې داسې پالېسېانې جوړې کړي چې نه صرف ملک مستحکم شي بلکه د غريب او لس د خېر ښېګړې لپاره دې هم ګامونه پورته کړي،

د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژې پحقله د صدر ممنون حسېن وېنا وه چې دا ېوه قامي منصوبه ده او د دې نه به د پاکستان معيشت ته وده ترلاسه کېږي نو د ملک د ترقۍ لپاره هرې طبقې له خپل کردار لوبول پکار دي ځکه چې مضبوط پاکستان د مضبوط مقيشت د لارې ممکن دې،

د صدر ممنون حسېن وېنا وه چې په وزيرستان، کراچۍ او بلوچستان کې د امن بحالۍ لپاره د کړې شوي کوښښونو ګټه ورې نتېجې مخې ته راروانې دي د ترهګرۍ پرضد جنګ کې د قبايلي سېمو بې کوره شوي خلکو قربانېانې د ستائنې وړ دي او په سيمه کې د امن پرځايي کېدو ورستو د متاثرينو خپلو سېمو ته د تللو لړۍ جاري ده او د دوي بېا آبادکارۍ کارونه دې ژر تر ژره مکمل کړې شي د پولېو مخ نيوي کمپائن کې د ځانونو قربانېانې ورکونکي رضاکاران او د پولېس اهلکاران زموږ اتلان دي او د دوي جرت او مېړنې ته سلام کوؤ

د پاکستان د خارجه پالېسۍ پحقله د صدر ممنون حسېن وېنا وه چې موږ د نړۍ ټولو ملکونو او خصوصا ګاونډي ملکونو سره ښې اړېکې غواړو پاکستان ګڼي چې په دې سېمه کې امن او سوکالۍ لپاره په افغانستان کې امن ضروري دې او دا امن د مفاهمت د لارې راتللې شي د دې هېڅ پوځي حل نشته،

دصدر ممنون حسېن زېاته کړه چې په افغانستان کې د نوي حکومت په اقتدار کې د راتللو ورستو پاکستان پورا په خلوص سره د نوې مشرولۍ سره رابطه وکړه چې د سېمې د امن لپاره په ګډه سره کار وکړو او دې لړ کې د پاکستان په وړانديز څلور ملکي مرستو ګروپ جوړ کړې شواو دا ګروپ د افغانستان حکومت او طالبانو ترمېنځه د خبرو اترو لپاره کوښښ کوي خو په افغانستان کې په دې تېرو وختونو کې رامخې ته شوؤ ځنو پېښو لوجې دغې کوښښونو ته ځېان رسېدلې دې خو موږ پراميده ېو چې دا کوښښونه به ژر کامېابه شي،

ېاده دې وي چې د پارلمان په ګډې غونډه کې د څلورواړو صوبو ګورنرانو نه علاوه پوځي مشرانو، غېر ملکي سفيرانو او نورو اعلې چارواکو ګډون وکړو.

XS
SM
MD
LG