د لاسرسي ځای

په کوټه کې د طبعي آفتونو د احتمالي خطرونو او له هغه د ژغورنې په اړه يو ورځنی سېمينار شوى،چې پکې ويل شوي که حکومت او ولس له طبعي آفتونو د پېښېدونکيو تاوانونو د مخنيوي لپاره ګامونه پورته نه کړي، نو کوټه ښار به له يو بل آفت سره مخامخ شي.

کوټه او د بلوچستان ځېنو نورو سيمو په تېر وخت کې د زلزلو، سېلابونو او وچکالۍ له امله درانه مالي او ځاني زيانونه ليدلي دي.

په کوټه کې د طبعي آفتونو د احتمالي خطرونو او له هغه د ژغورنې په اړه يو ورځنی سېمينار شوى،چې پکې ويل شوي که حکومت او ولس له طبعي آفتونو د پېښېدونکيو تاوانونو د مخنيوي لپاره ګامونه پورته نه کړي، نو کوټه ښار به له يو بل آفت سره مخامخ شي.

په کوټه ښار کې له ننه ٨١ کاله وړاندې د مې په ۳۱ يوه زوروره زلزله راغلې وه، چې د کوټې ټول ښار يې تباه کړى وو او له ۳۰ تر ۶۰ زرو کسان پکې مړه شوي وو.

سره له دې چې کوټه ښار د زلزلو مرکز بلل کېږي او تر هغه وروسته هم په وار- وار دلته زورورې زلزلې راغلې دي، خو له زلزلو د انساني زيان د مخنيوي لپاره ډېر لږ ګامونه پورته شوي دي.

له طبعي آفتونو سره د مبارزې ايالتي ادارې په دې اړه په کوټه کې د «طبعي آفتونه او زموږ تيارى» تر سرليک لاندې يو ورځنى سېمينار جوړ کړى وو، چې د طبعي علومو پوهانو پکې له طبعي آفتونو د ژغورنې په اړه خپلې څېړنيزې ويناوې او څرګندونې وکړې.

د بلوچستان پوهنتون استاد مځکپوه دين محمد کاکړ وايي، په ساينسي توګه دا ثابته شوې ده، چې زموږ په دې سيمه کې په هر سل کاله کې يوه لويه زلزله راتلاى شي، خو وايي موږ ورته هيڅ تيارى نه لرو:

«موږ د قوم په توګه تر آفت وروسته فعال شو خو تر آفت مخکې هېڅ تيارى نه نيسو، ځکه خو له آفته انسانانو ته ډېر زيان ورسېږي او موږ دغه تاوانونه کمولاى شو، خو که تر وخت مخکې څه پېشبندي وکړو. مثلاً موږ د زلزلو مخه نه شو نيولاى، خو له زلزلو چې کوم خلک مري د هغه سبب هماغه ودانۍ وي چې دوى ژوند پکې کوي، زموږ خلک داسې کورونه جوړوي چې د دوى مرګ پکې يقيني وي. همدارنګه سېلاب دى، وچکالي ده، موږ په ډېرې بېدردۍ د مځکې د شکم اوبه را و ايستلې او دا وخت کوټه په کال کې لس سنټي ميټره لاندې روانه ده مځکه يې کښېني»

په سېمينار کې د بلوچستان پوهنتون «له طبعي آفتونو سره د مبارزې او پرمختيايي مطالعاتو» د پوهنځي استاد پروفيسر سيدعين الدين هم خپل څېړنيز پرېزنټېشن وړاندې کړ.

ده له مشال راډيو سره په ځانګړو خبرو کې وويل، چې دلته خلک د طبعي آفتونو په اړه هېڅ پوهه نه لري او علت يې دا دى چې وايي حکومتي ادارې له خلکو سره د آفتونو په اړه هېڅ معلومات نه شريکوي. پروفيسر عين الدين وايي په کوټه کې چې که په بيړنۍ توګه له زلزلې د ژغورنې ګامونه پورته نه شي، نو که احتمالاً يوه زوروره زلزله راشي، احتمال شته چې د دې ښار له درې ميليونه انسانانو څخه نيمايي يې خپل ژوند له لاسه ورکړي:

«د زلزلې له تاوانونو د ژغورلو لپاره موږ څه کارونه کولاى شو، ودانۍ په هغه ډيزاين جوړولاى شو، داسې پاليسۍ جوړولاى شو چې موږ له وچکالۍ او له زلزلو بچ شو، که مو نن تيارۍ ونه کړې نو سل فيصده به د آفتونو له خطر سره مخامخ شو، په کوټه کې نن سبا دېرش لکه خلک اوسېږي، خداى دي نه کوي که د رېختر سکېل په اندازه تر اووه زوروره زلزله راغله، له درې ميليونه خلکو به دوه ميليونه په لومړي ټکان لاړ شي»

د بلوچستان ګورنر محمدخان اڅکزي هم په دې سېمينار کې ګډون کړى وو، ده پخپله وينا کې وويل چې د بلوچستان اکثريت خلک نالوستي دي، ځکه نو لا له طبعي آفتونو سره د مبارزې پوهه نه لري. ښاغلي اڅکزي وويل د ١٩٣٥م کال تر خونړۍ زلزلې وروسته په کوټه کې زلزله ضد کورونه جوړول دود شول، خو وايي اوس خلک بيا هسک کورونه جوړوي، ځکه نو د زيارت او آواران په زلزله کې زيات خلک مړه شول.

ګورنر اڅکزى وايي اوږدو وچکاليو د کوټې ښار اوبه وچې کړې، خو د اوسنيو بارانونو اوبه هم هسې ضايع کېږي، د دې لپاره بايد په شاوخوا سيمو کې برېښنابندونه جوړ شي:

«کوټه د زلزلو په حدود کې پرته سيمه ده، بل زموږ لويه ستونځه د وچکالۍ ده، په بلوچستان کې به د بارانونو اوبه هم په کال کې لس دوولس انچه وې، هغه هم کمېدې- کمېدې چې کوم کارېزونه او چينې وې هغه ټول وچ شول، پاته د مځکې اوبه شوې چې ځاى پر ځاى دوولس فټه ژورې دي او راکښل يې ګران کار دى»

د يادونې وړ ده چې د بلوچستان ايالتي حکومتونه له طبعي آفتونو خصوصاً له زلزلې، سېلاب او وچکالۍ څخه د ژغورنې په برخه کې ډېر لږ کار کړى دى.

د سېمينار برخوالو وويل ايالتي حکومت پخپله پرمختيايي بوديجه کې دې اړخ ته بايد لومړيتوب ورکړي، ځکه چې وايي که په دې برخه کې له غفلته کار واخيستل شي، نو احتمال شته چې په نړۍ کې د موسمي بدلونونو په نتيجه کې دا سيمه هم د طبعي آفتونو له امله له تباهۍ سره مخامخ شي.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG