د لاسرسي ځای

تازه خبر

دفاع پاکستان کونسل څه اېجنډا لري؟


په پېښور کې مظاهره ( فايل فوټو)
په پېښور کې مظاهره ( فايل فوټو)

پراګ - د پاکستان د يو شمېر سياسي ګوندونو اتحاد دفاع پاکستان کونسل په بلوچستان کې د امريکايي ډرون بريد چې پکې د افغان طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور وژل شوی وو، پر ضد د راتلونکې يکشنبې په ورځ د لاريون اعلان کړی دی.

دفاع پاکستان کونسل له شاوخوا ۳۰ ګوندونو چې پکې زياتره مذهبي دي جوړ دی.

دغه اتحاد هغه وخت جوړ شو چې کله په افغانستان کې ميشتو ناټو ځواکونو د ۲۰۱۱ م کال د نومبر په مياشت کې د پاکستان پر دوه پوځي پوستو بريد وکړ.

په بلوچستان کې په ډرون بريد کې د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور تر وژل کېدو وروسته د واشنګټن او اسلام اباد اړېکي اغېزمني شوې دي.
په بلوچستان کې په ډرون بريد کې د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور تر وژل کېدو وروسته د واشنګټن او اسلام اباد اړېکي اغېزمني شوې دي.

​له دې پيښې وروسته اسلام اباد د ناټو اکمالاتي لاره و تړله او په عين حال کې دفاع پاکستان کونسل د هېواد په کچه لاريونونه پيل کړل.

خو چې کله واشنګټن پر دې پيښه بخښنه و غوښتنه او د پاکستان او امريکا تعلقات عادي حالت ته راوګرځېدل نو دفاع پاکستان کونسل هم خاموشه شو.

دفاع پاکستان کونسل د رياست په اشاره يو ځل بيا فعاليتونه پیل کړي دي. ډاکټر عايشه صديقه

خو اوس چې په بلوچستان کې د شوي امريکايي ډرون بريد پر سر د واشنګټن او اسلام اباد اړيکې بيا خرابي شوې دفاع پاکستان کونسل بېرته فعاله شوی دی.

د اتحاد مشر مولانا سمیع الحق د سېشنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې دوی به د ډرون بريدونو پر ضد د راتلونکې يکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې مظاهره کوي.

دفاع پاکستان کونسل د احتجاج دغه فيصله د دوشنبې په ورځ د يوې غونډې پر وخت وکړه.

مولانا سميع الحق غونډې ته د وينا پر مهال پر حکومت تنقيد وکړ چې د ډرون بريد پر ضد يې له واشنګټن څخه احتجاج ونکړ خو په عين وخت کې نوموړي د پوځ مشر جنرال راحيل شريف و ستايلی چې په وينا يې د بې پايلټه الوتکې په حمله سخت غبرګون و ښودی.

د هېواد په دفاع موږ نه شرميږو، که پوځ زموږ مشري کوي نو کوشش به کوو چې ټول هېواد ورپسې شي. مولانا سميع الحق

د مولانا سميع الحق لخوا پر حکومت تنقيد او د پوځ ستاينې ته په کتو سره د دفاعي چارو پوه عايشه صديقه په شان ځينې پوهان فکر کوي چې دفاع پاکستان کونسل د رياست په اشاره يو ځل بيا فعاليتونه پیل کړي دي.

( اصلا دوی پېغام ورکول غواړي چې له موږ سره داسي قوتونه شته چې منظم هم دي خو هم بل لور ته دا تاثر هم ورکوي چې دوی د رياست په لاس کې نه دي او خپلواکه دي. دوی غواړي چې له طالبانو سره خبرې وشي او ډرون بريدونه و درول شي.)

دفاع پاکستان کونسل له شاوخوا ۳۰ ګوندونو چې پکې زياتره مذهبي دي جوړ دی او هغه وخت جوړ شو چې کله په افغانستان کې ميشتو ناټو ځواکونو د ۲۰۱۱ م کال د نومبر په مياشت کې د پاکستان پر دوه پوځي پوستو بريد وکړ.
دفاع پاکستان کونسل له شاوخوا ۳۰ ګوندونو چې پکې زياتره مذهبي دي جوړ دی او هغه وخت جوړ شو چې کله په افغانستان کې ميشتو ناټو ځواکونو د ۲۰۱۱ م کال د نومبر په مياشت کې د پاکستان پر دوه پوځي پوستو بريد وکړ.

خو د سياسي چارو پوه ډاکټر حسن عسکري بيا وايي چې دفاع پاکستان کونسل د پوځ يا حکومت ملاتړ نلري بلکې دوی د واشنګتن او اسلام اباد ترمنځ له کړکېچنو اړيکو څخه ګټه پورته کول غواړي.

د ده په وينا اوس چې د پاکستان حکومت د ډرون بريد په اړه يو دريځ خپل کړی دی او وايي چې پکار نه ده حملې وشي دا ځکه چې له دې سره د سولې عمل له منځه ځي نو د حسن عسکري په خبره له دې ماحوله په ګټه پورته کولو سره دفاع پاکستان کونسل فکر کوي چې دوی هم يو څه فعاليت و ښيي.

په تېرو څو کلونو کې زموږ سره پوځ او نه هم جاسوسي ادارو تماس نيولی دی بلکې حالات داسي وو چې مجبوره شو رافعاله شي.
مولانا سمیع الحق

ډاکټر حسن عسکري زياتوي:

(دوی چې کومه خبره کوي هغه د پاکستان حکومت او پوځ هم کوي. موږ تل ليدلي چې کله هم حکومت او پوځ يو خاص سوچ خپل کړی نو دوی له دې په ګټو اخستو سره پکې د ځان لپاره لارې لټولي دي. دوی له حکومت يا پوځ سره مخامخ ټکر نه وهي سر بيره پر دې چې پر ځينو تګلارو يې ورسره اتفاق هم نه وي.)

مولانا سميع الحق پخپله هم دا خبره مني چې پر ده دا تور دی چې د پوځ او استخباراتي ادارو په اشاره يې دفاع پاکستان کونسل جوړ کړی خو د ده په وينا دا خبره بيخې ناسمه ده.

( په تېرو څو کلونو کې زموږ سره پوځ او نه هم جاسوسي ادارو تماس نيولی دی بلکې حالات داسي وو چې مجبوره شو رافعاله شي.)

مولانا سمیع الحق او مولانا عبدالعزيز (فايل فوټو)
مولانا سمیع الحق او مولانا عبدالعزيز (فايل فوټو)

مولانا سميع الحق زياتوي چې کله يې دفاع پاکستان کونسل جوړ کړ نو خلکو به ورته ويل چې د دې شاته جاسوسي ادارې ولاړي دي.

(ما به دغو خلکو ته ويل چې د جاسوسي ادارو کار خو شاته نه وي او که وي نو رامخامخ دي شي چې دوی څه غواړي زموږ هم هغه مقصد دی او هغه دی د ملک بچ کول. او که دوی هېواد بچ کول غواړي نو مخکې دي شي او قومنده دي وکړي. د هېواد په دفاع موږ نه شرميږو، که پوځ زموږ مشري کوي نو کوشش به کوو چې ټول هېواد ورپسې شي.)

ډاکټر عايشه صديقه او ډاکټر حسن عسکري فکر کوي چې ښايې د دفاع پاکستان کونسل فعاليتونه په پاکستان کې دننه او يا تر څه حده په افغانستان کې اغېز ولري خو داسي نه ښکاري چې دوی به امريکا اړ باسي چې د سيمې په اړه خپلو تګلارو ته تغير ورکړي.

XS
SM
MD
LG