د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل وروستۍ مظاهرې: موخې، ارزښت او اغېز


د جمهوریت خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

څو ورځې مخکې په کابل کې ځېنو خلکو او فعالانو پر حکومت تور پورې کړ چې د توتاپ په نوم د انرژۍ پروژه په متوازن ډول نه عملي کوي او د دې بېلګه یې دا ورکړه چې له د دې پروژې برېښنا تارونه د بامیان ولایت پر ځای له سالنګه تېروي. له دې تور پورې کولو سره، په زرګونه خلکو د مې پر ۱۶ په کابل کې احتجاجي لاریون پیل کړ. دوی ګواښ وکړ چې تر هغو به مظاهرو ته دوام ورکوي چې له ترکمنستانه د ۵۰۰ کیلو وولټه برېښنا مزي د بامیانو له لارې د تېرېدو پرېکړه نه وي شوې.

د لاریون تر پیلېدو څو ساعته وروسته افغان ولسمشر اشرف غني د مظاهره کوونکو تور رد کړ او ویې ویل چې د ملي یووالي حکومت د هېواد ((متوازنې پرمختیا ته ژمن)) دی. نن په جمهوریت خپرونه کې د دې مظاهرو پر ارزښت، اغېز او موخو او له جمهوریت سره د دې پر تړاو خبرې کوو.

په کابل کې د سولې او شخړو مطالعاتو مرکز څېړونکی حکمت الله اعظمي، د سیاسي او حقوقي چارو پوه اجمل هوډمن او د کابل پوهنتون حقوقو څانګې استاد ودیر ساپی د خپرونې مېلمانه دي. د دوی شننې او نظرونه لاندې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

توتاپ، مظاهرې او جمهوریت
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:38 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG