د لاسرسي ځای

د افغان نجونو راتلونکې په تعلیم کې نغښتې ده: رولا غني


د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني

د افغانستان لومړۍ مېرمن رولا غني

د افغان ولسمشر مېرمن له ټولو ځوانانو په ځانګړې له افغان نجونو غوښتي چې د خپل ښه راتلونکې لپاره تعلیم ته مخه کړي.

رولا غني دا څرګندونې نن سېشنبه د ؛مورا؛په نوم د یوه ښوونیز کمپلېکس پرانستونکې غونډې ته په خپله وینا کې وکړې او له کورنیو یې وغوښتل چې خپلې لوڼې ښوونځیو ته ولېږي.

مېرمن غني که څه هم په اوسنیو سختو شرایطو کې د نجونو تعلیم ستونزمن کار وباله، خو ټینګار یې وکړ، ځوانان چې د ټولنې تر نیميايي زیاته برخه جوړه وي، په تعلیم سره خپل او د هېوادو راتونکې جوړولی شي.

XS
SM
MD
LG