د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له پاکستان سره د ویزو د ستونزې د حل په اړه د دواړو لورو ترمنځ ډيپلوماټیکې هڅې روانې دي.
د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني نن ازادي راډیو ته وویل چې په اسلام اباد کې افغان سفیر د دې ستونزې د حل لپاره جدي هلې ځلې پيل کړې دي.
(( په اسلام اباد کې افغان سفیر په جدیت سره د دې ستونزې هوارولو لپاره هلې ځلې کوي، او هیله ده چې دا ستونزه په خپل وخت حل شي.))
نږدې دوه اوونۍ وړاندې په کابل کې د پاکستان سفیر ویلي ول چې د وسله والو مخالفینو د تګ را تګ مخنیوي په هدف هېڅ افغان حق نه لري چې له ویزې پرته د تورخم له لارې تګ راتګ وکړي.
پاکستانيو ورځپاڼو بیا ویلي چې له تورخم پرته د ډیورند کرښې په اوو نورو سیمو کې هم پر مسافرو ورته محدودیت وضع شوی دی.