د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان برېښنا شرکت پنځه چارواکي ګوښه


د افغانستان برېښنا شرکت یوه سرچینه وايي، ولسمشر اشرف غني د یوه حکم له مخې د دغه شرکت پنځه لوړپوړي چارواکي له خپلو دندو ګوښه کړي دي.

دغه سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن سېشنبه ازادۍ راډیو ته وویل چې په ګوښه کړل شویو کسانو کې د برېښنا شرکت تجارتي رییس میروېس عالمي، عملیاتي رییس انجنیر شکیب احمد نثار، اداري او مالي رییس احمد شاه ساحل د پي ام او رییس وحیدالله پوپلزي او د کابل برېښنا رییس نیسم ګنجی شامل دي.

تراوسه د ولسمشر محمد اشر ف غني له لوري، د دغو کسانو له دندو د لیرې کېدو علت معلوم نه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG