د لاسرسي ځای

بدهایان په خپل لرغوني مرکز تخت بۍ کې عبادت کوي


د نهې په ورځ د سريلنکا څلوېښتو بدهايي راهبانو د خېبر پښتونخوا د چارسدې په لرغوني بدهايي مرکز تخت بۍ کې خپل عبادت او دعاګانې ترسره کړې. پر دې مهال د قامي ورثې څانګې یوه مشر احمد میرزا له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې په لومړي ځل بدهايي راعبان او پېروکاران د ویساک تهوار لمانځلو لپاره پاکستان ته ورغلي. دی زیاتوي تکل لري چې اوس به یې هرکال په هېواد کې د ویساک تهوار لمانځل کېږي او د دې لپاره به د سريلنکا په ګډون له نورو هېوادونو هم بدهايي پېروکاران وربولي. د غلام غوث ویډيو

XS
SM
MD
LG