د لاسرسي ځای

تازه خبر

مردان: د ځانمرګی بریدګر له وژلو اووه تنه ژوبل


په خېبر پښتونخوا کې د مردان پولیس وايي،د یوه ځانمرګي بریدګرپه نښه کولو سره یې په دغه ښار کې د یوې ممکنه لویې پېښې مخنیوی کړی دی.

د دغه ښار تاڼې محرر عباد الله پرون (ګل ورځ) ناوخته مشال راډیو ته وویل پر سایکل سپور ځانمرګي بریدګر په ښار کې د چاودنې او د پولیسو مشرانو د په نښه کولو تکل درلود، خو پولیس پرې پوه شول او ډزې یې پرې وکړې. په دغه پېښه کې اووه کسان ژوبل شوي او بریدګر وژل شوی دی.

تر اوسه هېڅ یوې وسله والې ډلې مردان ته د لېږلي ځانمرګي بریدګر ذمه واري نه ده منلې. د بریدګر پېژندګلو لپاره د هغه د بدن پاتېشوني پلټونکیو ادارو په خپله ولکه کې اخیستې دي.

XS
SM
MD
LG